د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یو خطیب وژل شوی


د بلوچستان په کوټه ښار کي نن ماسپیښین یو ځایي پېش امام،مولانا قاسم شاه د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې وژل شوی.

د سریاب پولیسو په وېنا،مولانا قاسم شاه د سریاب برما هوټل په سیمه کي د نوراني مسجد امام وو او د جمعې لمانځه ته روان وو،چي ناڅرکنده وسلوالو ډزې پرې وکړې.پولیس زیاتوي،برید کونکي له پېښې وروسته په تېښته کي بریالي شوي.

په بلوچستان کي له تیرې څه مودې راهیسې،د هدفي وژنو په ترڅ کي له شیعه ګانو سره سره،سُني علما په نښه کیږي.تر دې دمه د دې تازه وژنې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG