د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شیکاګو کې د ناټو غونډه او د افغانستان راتلونکې


د ستراتیژیک تړون تر مخې، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به لږ شمېر امریکايي سر تېري په افغانستان کې پاتې شي
د ستراتیژیک تړون تر مخې، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به لږ شمېر امریکايي سر تېري په افغانستان کې پاتې شي

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ
- رويټرز خبري اژانس د يو رپورټ تر مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، زلمي رسول له الجزيره ټي وي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا پر پاکستان به د ډرون بريدونو لپاره د افغانستان ځمکه وکارول شي، ويلي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به يې د هيواد خاوره د هيچا پر ضد نه کارېږي.

د يادونې وړ ده چې د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو مشران به په د مې په میاشت (۲۰۱۲ز کال) کې له افغانستانه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنيو پوځيانو د وتلو او د دې هيواد د امنيت په اړه په شيکاګو کې سره کښېني.

امريکا ويلي ول، یا خو به په دې کنفرانس کې او يا هم له دې وړاندې له افغانستان سره، تر ۲۰۱۴ کال وروسته، هلته د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو او اوږدمهاله اړيکو سټريټيجيک تړون لاسليک کړي.

زلمي رسول دغه بيان په قطر کې ورکړی.

نوموړی هلته د قطر له حکومت سره، له طالبانو سره د روغې جوړې د بهير لپاره د سياسي دفتر او نورو اړونده موضوعاتو د خبرو کولو لپاره تللی وو.


ګاونډیان دې اورپکي نه ساتي

یونس فکور وايي، ګاونډیان دې هم اورپکي نه ساتي
یونس فکور وايي، ګاونډیان دې هم اورپکي نه ساتي
د سياسي چارو کارپوه يونس فکور وايي، افغانستان همېشه ويلي خاوره به يې د نورو پر ضد نه کارېږي، خو ګاونډيان هم بايد ژمنه وکړي چې اورپکي به نه ساتي.

هغه د زلمي رسول خبره د پاکستان خوشالول وګڼل، او زياته يې کړه: ((ترهغې چې [د بې پیلوټه الوتکو] بريدونه د پاکستان له شمسي ميدانه کېدل، له افغانستانه نه کېدل، د پاکستان استخبارات ورسره راضي [ول] خو د اسامه بن لادن [تر] وژل کېدو وروسته پر فشار راغی او پالیسي يې بدله شوه. شمسي ميدان يې وتاړه او ناټو ته د سامانونو د وړلو لار يې بنده کړه.))


سټریټیجیک تړون د افغانستان په ګټه دی
امريکا ويلي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به يې جنګي ځواکونه له افغانستانه ووځي خو د پوځي استخباراتو او افغان امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره به يې وړې ډلې لا هم پاتې شي.

يونس فکور وايي له امريکا سره د تړون ډېرې برخې يې لوستي، د افغانستان په ګټه دي، او بايد ژر تر ژره لاسليک شي:

((تر اوسه پورې چې د تړون کوم ۷۰ فیصده متن پوره شوی دی، هغه ما لوستی دی. په هغه کې يواځې يوه ماده تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لږو امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه ده. نور په کې دا خبرې دي چې افغانستان به د بشر حقوق مراعتوي، او د انتخاباتو د روڼوالي ترڅنګ به د جمهوريت د ودې لپاره کار کوي. امريکا به د افغانستان د اقتصاد او تجارت په برخه کې مرسته کوي او داسې نور.))


تړون باید تر غونډې مخکې وشي

له امریکا سره د تړون لپاره افغان ولسمشر حامد کرزي لویه جرګه هم بللې وه
له امریکا سره د تړون لپاره افغان ولسمشر حامد کرزي لویه جرګه هم بللې وه
د سياسي چارو يو بل څېړونکی ودير ساپی وايي، د افغانستان له پاره د شيکاګو د کنفرانس مهمې لاسته راوړنې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د نړيوالو د مرستو د ژمنتياو او د امريکا لپاره د اتحادي هيوادونو له خوا د دغو وعدو د پوره کولو، د بار په اوچتولو کې ملاتړ کول دي:

(( تړون بايد د شیکاګو له کنفرانسه مخکې وشي. هلته به د ناټو غړي هيوادونه پر دې خبره وکړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته، څنګه له افغانستان سره د امنيت او اقتصاد په برخه کې داسې مرسته وکړي چې افغانستان بيرته د ترهګرۍ په مرکز بدل نه شي. امريکا يواځې د نړۍ د امنيت ذمه واره نه ده بلکې د ناټو هيوادونه ورسره بايد ملاتړ او مرسته وکړي.))

د امريکا په شيکاګو ښار کې دا کنفرانس د مې د مياشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه کېږي.

امريکايي ځواکونو تېر کال (۲۰۱۱) د همدې مياشتې پر دویمه، د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن، له پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې، په اېبټ اباد کې وواژه.
XS
SM
MD
LG