د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د اپرېل ۶مه)



ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډیو

ګارډین ورځپاڼه
ګارډین ورځپاڼه کی لیکوال جان نار ګرو لیکی لیندا چی یوه امریکايی کارکونکی وه هغه په دوه زره لسم کال کی په افغانستان کی وتختولی شوه او بیا د امریکايی ځواکونو لخوا د ژغورنی عملیاتو په وخت وژلی شوه.

لیکوال وايی چی هغوی تیره اونی کابل او جلال آباد کی د لینده ملګرو سره لیدو له لاړو او هلته مونږ د افغان کار کونکو شره هم ملاو شو.
افغانانو دا هم ویل چی دلته زمونږ کار درغلی ختمول دیاو موجوده امن ساتل دي.

خو دلته مونږ په اداری فساد اخته ټولنی باره کی سوچ کوو بلکې په افغانې تناظر کې دغې خبرې ته ګورو. په داسې حالاتو کې چې اداري فساد ډیر عام دی، لیکوال پښتنه کوي، چې د رشوت اخستلو نه مخ اړول څومره ګران دي. په داسې حال کې چې که غربي نړۍ له افغانستانه ووځي ، نو بیا به څه کیږي.

لیکوال وايي چی تر څو پوری حالات په خپلو سترګو نه وی لیدلی شوی نو دا نشی معلومیدی چی امریکايی عملیات څنګ روان دي.

لیکوال وايي چی په دوه زره یولسم کال کی په جنګ باندی یو سل دری اربه ډآلری ولګیدی او د خلکو په مرستی کولو پنځلس اشاریه دری اربه ډالره دغسې دا پیسې د هر افغان کورنۍ پر سر د کال شل زره ډالرې جوړیږي .

خو که مونږ وګورو نو یو استاد چی خپله کورنی ساتی هغه ته د یوی اونی شل ډالری هم ډیر په ګرانه ملاویګی نو بیا څنګه ویلی شو چی درغلی به ختمه شی.

په افغانستان کی د غربی هیوادونو ډیری پیسی لګی خو هغه هم ډیری په غلطه طریقهدا یو بیوروکریټک نظام دی، چې انتظام یي د غربیانو په لاس کې دی. چې د کال یو نیم لاک ډالرې اخلي ، د سختو حفاظتی انتظاماتو لاندې ژوند کوي، په دې پیسو ټیکس هم نه ورکوي، په دې حالاتو کې ایا څوک دا فکر کولی شي، چې د درغلیو نه سیوا به بل یو نظام وي؟

رپورټرز ود اوټ بارډرز
بلخوا د بی پولی خبریالانو سازمان رپورټر ود آوټ بارډرز په یوه خبرپاڼه کی ویلی چی د پاکستان یوی اداری بولو بی سره د لسو نورو سرکاری ادارو پشمول وزیراعظم او د اطلاعاتو وزارت ته د خط له لاری غوښتنه کړی چی په انټرنیت دی د بندیزونو لګولو خپل پلان دی واپس واخلی .
د بولو بی خبریالانو سازمان وزیراعظم د اطلاعاتو او ټینالوجی وزیر او د قامی څیړنی او پرمختیايی فنډ چی د اطلاعاتو وزارت برخه ده ته د خط له لاری په انترنیټ د مجوزه بندیز په اړه اندیښنی ښودلی دی .
د ډیلی ټايمز ورځپانړی ترمخه یو شمیر نړی والو کمپنو په انټرنیټ د سنسر نظام لګولو د ټهیکی لپاره يی درخواستونه جمع کړی دي .

امکان دی چی په دی نظام به لس ملینه ډالری خرچه راشی.
د بولو بی خبریالانو سازمان په دغه کمپنو غږ کړی چی پاکستان سره د سنسر شپ په پالیسی کی مرسته ونکړی او په دی لړ کی د حومت سره د ملګرتیا نه دی ډډه وکړی.

سازمان وايي د انټرنیټ سره سره د دی په سپیډ هم بد اثر پریوتی شی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG