د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجوايي کې د ناټو ټانکر سوی، ۷ وژل شوي


د افغانستان د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې په يوه ټانکر کې د لګېدلي اور له امله ۱۰ تنه عام وګړي سوځېدلي چې اووه په کې وژل شوي دي.

د ولايت د پوليسو چارواکي وايي، دا پېښه د اپرېل پر شپږمه هغه وخت شوې کله چې د ناټو مرکز ته يو تېل وړونکی ټانکر واوښت او اور يې واخيست.

د پيښې له ځای سره نږدې تېرېدونکی يو موټر هم سوزېدلی دی. د کندهار پوليسو مشر عبدالرزاق ويلي، درې نور ولسي وګړي هم په دې پېښه کې سخت ژوبل شوي دي.

بلخوا طالبانو دعوه کړې چې دوی د تېلو دا ټانکر په راکټو په نښه کړی دی خو پوليسو ويلي، د پېښې پر وخت د طالبانو هیڅ داسې فعالیت یې نه دی لیدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG