د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د کوکنارو کښت



مجید بابر، مشال راډیو

پراګ - د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر ضد ادارې (يو اين او ډی سی) د ۲۰۱۱ کال د رپورټ له مخه پاکستان هغه هيواد دي چرته چی د کوکنارو کرونده بنده شوې ده.

د نشه يي توکو د کنټرول نړيوالې ادارې ( آي این سي بي) د تير کال د جنوري په مياشت کی په خپل خپور شوی رپورټ کی پاکستان ، پاپی فري: يا د کوکنارو د کروندي نه صفا هيواد ګرزولي وو.

خو د باجوړ قباييلي سيمی ملک عطالله خان وايي چې سږ کال د دې سيمی په برنګ، ارنګ، او سالارزو کې په سوونو جريبه زمکه د کوکنارو کر شوی دي هغه زياته کړه چې په يادو شوو سیمو کی اتمان خيل سالارزي او نوري قبيلي شه په ښکاره د کوکنارو فصل کري. او د بر صدين او لر مدک په ټولو سیمو کی دغه فصل ګل شوی دي.

سالارزی هغه سیمه ده چی د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو له امله تر ټولو زياته اغيز منه شوی ده.

ځايي خبر يال محمد امين مشال راډیو ته وويل چی ياده شوی سیمه غريزه سیمه ده او دغو سیمو کی بغير د کوکنارو نه بل فصل نه کیږي، هغه زياته کړه چې د دغو سیمو له ولس سره په بيا بیا د پاکستان حکومت او نړي والو ادارو ژمنی وکړي چې دوی سره به د کوکنارو د کښت نه کولو په بدل مالي مرستې کولي شي. خو دغه ژمنه پوره نه شوي نو ځکه دغو خلکو بيا د کوکنارو په کر لاس پورې کړی دی.

امین زياته کړه چی دغو خلکو سره د کوکنارو د کروندي نه علاوه بله څه ذريعه نشته چې د خپلو کورنیو خصمانه وکړي.


د کوکنارو د دی کروندې په اړه چې کله مشال راډیو د برنګ سیمې تحصیلدار نازمين ان نه وپوښتل چې د کوکنارو د مينځه وړلو لپاره دوی څه هلې ځلې پيل کړې دي او که نه؟

ده وويل چې په دې لړ کې د يادو شوو سیمو ولس سره جرګې پیل شوې دي، او د دي تر څنګ دوی اوس هغه خلک نیسي چې چا کوکنار کرلي دي.

هغه وویل چي تر دا مهال دوی۱۰۰۰ کناله کوکنار اړولي دي او وايي چي په راتلونکی یو مياشت کی به دغه ټول کوکنار د مينځه يوړل شي.

د سالارزو سیمی یو ملک د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې په سيمه کې وسله وال طالبان دوی د کوکنارو کروندي ته هڅوي او د دوی د ولاړ فصل د حفاظت ذمه واري ي هم اخیستې ده.

خو د دغه ملک د دي خبري پخلي د آزادو سرچينو لخوا نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG