د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا، ایران ته خبرداری



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ - امریکا یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی دې، چې د خپل لانجمن ایټمي پروګرام په اړه دې د نړۍ اندیښنې لرې کړي، او که چیرې دغه هیواد د ایټمي وسلو جوړول هم دغسې جاري وساتل نو په راروان وخت کې د بندیزونو سره مخامخ کیدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، یورپي یونین په دې هڅو کې بوخت دی، چې ایران د خبرو میز ته راولي ، او په دغه مسلې ورسره بحث وکړي.

د ایران د مسلې په اړه میرمن کلنټن وایي، ً اوس هم مونږ سره وخت او موقعه شته چې د ایران مسله د خبرو د لارې هواره کړو، مونږ ددې یو پرامنه حل غواړو، او باید ایران د نړیوالې ټولنې اندښنو ته پام وکړي ، او دې ته هم وګوري ، چې د خبرو لاره د همیش لپاره نده خلاصه، او باید ایران د خبرو میز ته کیني، او که چیرې داسې ونکړي، او خپلې ایټمې وسلې جوړول وندروي، نو په اینده کې د نړۍ لخوا د یوازیتوب او بندیزونو سره مخامخ کیدای شي.ً

هیلري کلنټن دا هم وویل، د یورپي یونین نماینده کیترین ایشټن او د هغې ټیم په دې هڅو کې بوخت دی، چې ایران خبرو ته رضا کړی، او زیاته یی کړه دوی یقین لري، چې ایشټن به ډیر زر د ایران سره د د خبرو لپاره د ځایې او نیټې اعلان وکړي.

اخوا نیویارک ټایمز لیکي امریکا وایي ایران په افغانستان کې د تشدد په پیښو کې لاس لري. ورځپاڼه د یو امریکایي چارواکي د خولې لیکي ، چې وایي په کابل کې د ایران سفارت د امریکا خلاف په کارونو او کرکه خورولو کې بوخت دی.

نیویارک ټایمز لیکي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان ایلن په دې وروستیو کې کانګرس ته دا وییلي وو، ایران په افغانستان کې تشدد ته هوا ورکوي، او د امریکا خلاف کرکه خوروي.

ورځپاڼه دا هم وایي په افغانستان کې د مذهبي نسخو د سوزولو وروستو مظاهرو کې امریکایي چارواکو ته داسې ثبوتونه تر لاسه شوې دي، چې د دغه هیواد په ځینو برخو کې د تشدد په پیښو کې ایران لاس لري.
XS
SM
MD
LG