د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د تاو تریخوالي روانه سلسله



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کراچۍ کې د برتانیې ډبټی هایي کمشنر فرانس کیمبل د شورو په ورځ د عوامي نېشنل ګوند او ایم کیو ایم دمشرانو سره ملاقاتونه کړي دي او کراچۍ کې يې د امنیت د بحالۍ په موضوع د هغوي سره خبرې کړي دي ـ خو ددې ترڅنګ کراچۍ ښار کې لاهم د تشدد پېښې دوام لري ـ د تشدد تازه پېښو کې درې پولیس سرتیري وژل شوي دي ـ


فرانس کیمبل د شورو په ورځ کراچۍ کې د ایم کیو ایم مرکز ناین زیرو ته لاړو او هلته یې د یاد شوي ګوند له مشرانو سره وکتل ـ د ایم کیو ایم ګوند یو مشر او سند حکومت کې د ځوانانو د چارو وزیر فیصل سبزواري د یاد شوي ملاقات په حقله مشال ریډیو ته وویل چې په دغه ملاقات کې دوي د کراچۍ ښار په ګډون د ټول ملک په سیاسي او امنتیي چارو خبرې وکړې.


((په کراچۍ او په سېند صوبه کې او په ټول ملک کې چې کومې سیاسي چارې روانی دی د هغې په بابله مو د برتانیې د سفیرانو سره خبرې اترې وکړې ـ کراچۍ کې چې د بدامنۍ کومې پېښې روانې دي او دهغې تر شا څه لاملونه دي ـ ښار کې د امن په حقله زمونږ د ګوند هغه دریځ کوم چې په زمکو د قبضه ګرو،نشیې توکو د خرڅونکو او ناقانونه وسلې په ضد د بې توپیره عملیاتو غوښتنه ده، دا او داسې نور ټول موضوعات مو د هغوي سره شریک کړل.))


د ایم کیو ایم د مشرانو سره د خبرو اترو روستو د برتانیې ډپټي هایي کمشنر د عوامي نېشنل ګوند له چارواکو سره مردان هاوس کراچۍ کې وکتل ـ د ملاقات روستو ګډې خبري غونډې ته په وینا فرانس کېمبل وویل چې نړیواله ورورولي کراچۍ کې امن غواړي.


((د سفیر په توګه د برتانیې هیواد په استازیتوب مونږ باثباته او د امن څخه ډکه کراچۍ لیدل غواړو ـ نړیواله وروولي کراچۍ کې په بدامنۍ خواشیني ده ـ موږ کراچۍ کې د امن راوستو لپاره په مختلفو وختونو کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره باقاعده خبرې کړي دي.))


غونډې ته په وینا د عوامي نیشل ګوند سېند څانګې مشر سنېټر شاهي سید وویل چې کراچۍ کې د امن دپاره دوي د هرې هڅې هرکلې کوي ـ نړیواله ورولي دې پاکستان څخه دترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ختمولو کې مرستې جاري وساتي ـ هغه وویل کراچۍ کې د تل پاتي امن لپاره باید ښار د وسلې څخه پاک کړی شي او بې لوري ټاکنو ته دې لار هواره کړی شي.

که څه هم یوې خوا ته کراچۍ ښار کې د امن د ټېنګښت په موخه سیاسي او انتظامي هڅې روانی دي خو بلې خوا ته ښار کې لاهم د تشدد د پېښو لړۍ دوام لري .


د اخ و ډب په تازه پېښو کې درې پولیس سرتیري وژل شوي دي ـ پولیس وایي وژل شوي سرتیري د ښار پي ایي بي کالونۍ کې د ډیوټۍ ترسره کولو په مهال د نامالومه کسانو د ډزو ښکار شوي دي ـ وژل شویو کسانو کې یو تن ای ایس ایي دڼي بخش او پاتې دوه تنه رمضان او اکرم سپاهیان دي ـ پولیس زیاتوي وژونکو د ځان سره د وژل شویو پولیسو سرکاري وسلې هم وړي دي.

د کراچۍ په ښار کې د تشدد پېښې د تیرو خواوشاه لسو ورځو راهسې روانې دي ـ چې په کې د سیاسي ګوندو د غړو ترڅنګ غیر سیاسي خلق او پولیس سرتیري هم په نښه شوي دي.
XS
SM
MD
LG