د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا، ایران ته خبرداری، د باور لپاره دې جدي شي


امریکا یو وارې بیا ایران ته خبردارې ورکړې چې نړیوالې ټولنې ته باید دا ثابتولو کې سنجیدګي وښایی چې ایټمي پروګرام یی ایټمي وسلې د جوړولو سره تړلې نه دې ، ګیني نورو اقتصادي بندیزونو او یواځیتوب سره به مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزيرې هیلري کلنټن تېره ورځ وویل چې د اروپایی ټولنې چارواکي د تهران سره خبرې اترې بحالولو په لړ کې د تاریخ ټاکلو په هڅه کې دي خو امریکا یواځې زباني خبرو اترو کې دلچسپي نه لري.
هغې زیاته کړه چې په سفارتي کچه لانجه په هوارولو کې اوس هم وخت شته ، خو وې ویل چې د دې لپاره وخت غیر محدوده نه دې.

هیلري کلنټن وویل واشنګټن غواړي په پرامنه طریقه دغه مسله حل کړي. ایران وایی ایټمي پروګرام یی د پر امنه مقصدونو لپاره دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG