د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا و پاکستان راتلونکې سره تړلې ده


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تامس نایډز په اسلام اباد کې د پاکستان د مالیې له وزیر عبدالحفیظ شیخ سره لیدلي دي.

د اپرېل په څلورمه د لیدو پر مهال، نایډز د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو د لړۍ په پیلېدو د خوشالۍ څرګندونه کړې ده. ده ډاډ ښودلی چې حکومت یې له پاکستان سره همکارۍ زیاتولو او اړیکو ټینګولو ته ژمن دی. نوموړي تېره اوونۍ د جنوبي کوریا په پلازمېنه سول کې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما او د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني تر منځ د شوې لیدنې په یادولو، یو ځل بیا د خپل حکومت دا باور په ډاګه کړ چې دواړه هیوادونه کولای شي، د دوه اړخیزه احترام او توازن پر اساس جوړ یو تعلق، چې د امریکا ګټې هم په کې په پام کې نیول شوې وي، ولري. نایډز همدا راز زیاته کړه، امریکا د پاکستان په پارلېمان کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د څرنګوالي په اړه پیل شوي بحث ته په ښه نظر ګوري. په دې وروستیو کې د امریکا و پاکستان اړیکي د یو شمېر پېښو له کبله زښت ترینګل شول او بیا د پاکستان حکومت، د دې هیواد د پارلېمان یوې ځانګړې کمېټۍ ته، د دې اړیکو د بیا کتنې دنده وسپارله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG