د لاسرسي ځای

د افغانستان په شمالی سیمه کې يو ځامرګي برید لږ تر لږه لس کسان وژلي


رپورټونه وايي چی د افغانستان په شمالی سیمه کی يو ځامرګي برید لږ تر لږه لس کسان وژلي او تر پنځه ویشتو پورې یي ژوبل کړي دي .

خو تر دمه دا له واضح نه ده چی د فریاب ولایت ښار میمانه کی د دی برید هدف څوک وو. د پولیسو ویاند لال محمد احمد زۍوایي، چی په وژل شوو کسانو کی څلور پولیس واله او نور عام وګړی وو.

ځیني رپورټونه دا هم وايي چی په دې کې د ڼیتو ځواکونه هم شامل دي ، خو په سرکاري توګه لا د دې خبر پخلی نه دې شوی.

بلخوا ایساف ځواکونو په یوه خبر پاڼه کې ویلي چی نن يي په شمالي افغانستان کی درې سر تیري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG