د لاسرسي ځای

سپریم کورټ دې د ذولفقار علي بوټو د وژنې د کیس فیصله هم وکړي.


ظفرکریمي، مشال ریډیو

کراچۍ : دسېند صوبې په ګړي خدابخش کې د پیپلز ګوند د جوړونکي او د پاکستان پخواني لومړي وزیراعظم ذولفقار علي بوټو ۳۳م تلین په مناسبت جوړې شوې دستورې ته په وینا کې صدر اصف علي زرداري وویل چې تېرو څلورو کلونو کې ددوي په حکومت د هر قسم حملو کوششونه شوي دي.


ولسمشر زرداري وایي (تېرو څلورو کلونو کې په مونږ هر قسم حملې وشوې خو شکر دی ولس مونږ سره دی او ځکه ورسره د دوی د هرې حملې جواب دی ـ زه وایم چې دلته داخلي او خارجي خطرې شتون لري ، سیاستمدارو ته بلنه ورکوم چې راځۍ په ګډه ددې خطرو مخه ونیسو)

ولسمشر زرداري دا هم وویل چې وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني ته په دې سزا ورکول کیږي چې هغه د جنوبي پنجاب خلکو ته د هغوي د صوبې خبره کوي، او وړاندې وایي (وزیر اعظم چې د تخت لاهور څخه د جنوبي پنجاب د بیلیدو کومه خبره کوي دا د هغه ګنا ه بلل شوې ده او هغه ته ددې سزا ورکول کیږي ـ هغه ته په دې سزا نه ورکول کیږي چې هغه ماسره وفا کوي هغه خو دې لړ کې د ائین خبره کوي)

اصف علي زرداري وایي تاریخ کې د قاضیانو نه بلکې د ولس خبرې لیکل کیږي. سترې محکمې د کرایې د بجلي ګروفیصله وکړه خو د بټو ریفرنس کیس په اړه فیصله یې لا تراوسه نه ده کړې.

په دې موقع د پیپلز ګوند مرکزي کمیټۍ غړو ته په وینا د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زداري هم وینا وکړه ـ هغه په خپله وینا کې وویل چې د ذولفقار علي بوټو وژنه یوه عدالتي وژنه وه.

بلاول وایي (ستره محکمه دې د ذولفقار علي بوټو په عدالتي وژنه د یوې ادارې په حیث بښنه وغواړي ـ د سترې محکمې تر بحالۍ وروستو خلک په دې باور وو چې اوس به جمهوریت پیاوړی او اسټبلشمنټ کمزوری شي خو داسې ونه شول ـ محکمه دې د بوټو ریفرینس کیس فیصله وکړي)

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې پیپلز ګوند به هیڅ څوک دې ته پرې نږدي چې دده د مور بې نظیر بوټو د قبر محاکمه وکړي.

ولسمشر زرداري او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري له خوا د سترې محکمې په اړه دا ډول بیانونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې ستره محکمه د ولسمشر زرداري پر ضد سویس عدالت ته د لیک نه استولو پر سر د وزیر اعظم ګیلاني توهین عدالت د کیس فیصلې ته لږې ورځې پاتې دي.
XS
SM
MD
LG