د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د حافظ سعید پر سر د انعام اعلان کړی


د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ ويلي د حافظ محمد سعید او د ده د بل ملګري عبدالرحمان مکي پر سر د انعام د اعلانولو موضوع د تېرو لږ تر لږه څلورو مياشتو راهيسې تر غور لاندې وه، چې هدف يې دغه دواړه کسان محاکمه کول دي.


د بهرنو چارو د وزارت يوه چارواکي وينډي شيرمن د تېر ګل په ورځ هند ته د خپل سفر پر مهال د حافظ محمد سعيد، چې د پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې لښکر طيبه د بنسټ اېښودونکي په توګه پېژندل کېږي، پر سر د لسوميليينو ډالرو او د دي ډلې د مرستيال مشر عبدالرحمان مکي پر سر د دوو مليينو ډالرو د انعام اعلان کړي وو. په حافظ سعيد د ۲۰۰۸ کال د هند د ممبۍ بريدونو تورونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG