د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حافظ سعید پر سر انعام به د پاکستان او مریکا پر اړیکو څه اغیز وکړي او که نه


د امريکا د بهرنو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نيولينډ ويلي د حافظ محمد سعید او د ده د بل ملګري عبدالرحمان مکي پر سر د انعام د اعلانولو موضوع د تېرو لږ تر لږه څلورو مياشتو راهيسې تر غور لاندې وه، چې هدف يې دغه دواړه کسان محاکمه کول دي.

د بهرنو چارو د وزارت يوه چارواکي وينډي شيرمن د تېر ګل په ورځ هند ته د خپل سفر پر مهال د حافظ محمد سعيد، چې د پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې لښکر طيبه د بنسټ اېښودونکي په توګه پېژندل کېږي، پر سر د لسوميليينو ډالرو او د دي ډلې د مرستيال مشر عبدالرحمان مکي پر سر د دوو مليينو ډالرو د انعام اعلان کړي وو. په حافظ سعيد د ۲۰۰۸ کال د هند د ممبۍ بريدونو تورونه دي.

دا چې ددې انعام به د امریکا او پاکستان پر اړیکو څه اغیز وي، د مشال تر رڼه لاندې بحث کې په دې خبرې کوو. د پاکستان وتلۍ خبریال او څیړونکی الیاس خان، او د دفاعي چارو کاپوه بریګیډیر سعد په دې پرګرام کې میلمانه دي.

کوربه د مشال همکار عبدالحۍ کاکړ دې.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:14 0:00
XS
SM
MD
LG