د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د سړک غاړې بمي چاودنې شپږ کسان وژلي.



خیبر ایجنسي: د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي په جمرود خرکي اباد سیمه کښې په یوه بمي چاودنه کښې شپږ کسان وژل شوي دي.

د خیبر مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد جمیل مشال راډیو ته وایي د خیبر ایجنسۍ د جبې کلي نه د جمرود بازار په طرف د سپرلو یو ګاډی روان وو، چې په خرکي اباد سیمه کې پرې یوه ریموټ بمي چاودنه وشوه، او شپږ کسان یي ووژل.

په وژل شوو کې دوه ځایي مشران حاجي ګلاب او اکرم هم شامل دي. د خیبر مرستیال پولیټیکل ایجنټ محمد جمیل مشال ریډیو ته دا هم وویل، دغه یوه هدفي پیښه وه چې پکې درې کسان ژوبل هم دي.

مرستیال پولیټیکل ایجنټ دا هم وویل، دوی د امنیت پر ځای کولو په خاطر د لټون عملیات پیل کړي دي. په خیبر ایجنسۍ کې د وسلوالو پرضد عملیات هم روان دي ، چې له عمله یي په زرګونو خلکو د خپلو سیمو نه کډې کړي دي.

دې نه وړاندې په خیبر قبایلي سیمه کې په څو څو وارې په حجرو او جماعتونو کې هم بمي چاودنې شوي دي. که څه هم ددې پیښې پړه تر دې دمه چه پر غاړه نده اخیستې، خو اکثره داسې پیښې په خیبر او نورو قبایلي سیمو کې وسلوالو ډلو منلي دي.
XS
SM
MD
LG