د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نارنج ګل دوديزه مشاعره تر سره شوه


په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره
په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره
بازمحمد عابد ، مشال راډیو

جلال اباد : د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د نارنج ګل ميله د يوې درنې مشاعرې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

دې مشاعرې ته د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو شاعران او د شعر مينه وال راغلي و چې شمير يې په زرګونو تنو ته رسيده.

د مشاعرې پرانيسته د ننګرهار د کلتور ريس اورنګ صميم وکړه. ده په خپلو خبرو کې پرشاعرانو ږغ وکړ چې خپل پيغام د شعار پر ځاى په هنري پيرايه کې وړاندې کړي.

ده وويل ً له دې مشاعرې نه موخه او هدف دا دى چې ولس او فرهنګيان مو په فرهنګي اصولو ، د شعر او ادبي نزاکت په ژبه ، د خپل ولس د بيدارولو ، د هغوى د ارواحو د خوشحالولو او په هيواد کې د سولې ، امن او سوکالۍ لپاره غږ پورته او خپل رسالت تر سره کړيً .

اورنګ ضمیم زیاته کړه ً راځى چې د خپل شعر ژبه همدې اصل ته په ژمنتيا وکاروو، تر څو په هنري انداز هغه څه چې غواړو خلکو ته يې د پيغام په ډول وړاندې او ترسيم کړوً .

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له شاعرانو څخه وغوښتل چې په خپلو شعرونو کې د امن او ورورولۍ پيغام ورکړي.

محمد حنيف ګرديوال وویل ً د درنو شاعرانو مې يوه هيله او ارزو دا ده چې هغوى په خپلو خوږو شعرونو سره د نارنج ګل د ګل د خوشبو په څير او د دې سيمې د رنګينو په شان ښايسته شعرونه ووايي. يوازې د ننګرهار لپاره نه ، بلکې د ټول هيواد د ولسونو د يووالي لپاره ، د امن او د سولې لپاره او د مينې او ورورولۍ لپاره شعرونه وواييً .



په مشاعره کې لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول. حيدر سادات د مشاعرې لومړى شاعر و. ده په خپل شعرکې د نارنج ګل وستايه.

معطرې دې کوڅې دي ننګرهاره
د نارنج د ګلوشپې دي ننګرهاره
ته ښايسته يې نارنج ګل دې هم ښايسته دى
خو ښايسته دې پرګنې دي ننګرهاره


شيرحسن کمالزي په خپل شعر کې پښتنو ته د اختيار د ورکولو خبره وکړه.
هغه وویل:

څوک به له يو سره وي وران څوک به له بل سره وران
زه او قسمت دواړه په خپلو کې يو تل سره وران
تر څو چې واک يې پښتنو ته سپارل شوى نه وي
نو تر هغې به يمه ستاسې له کابل سره وران


مطيع الله سراچه وال په خپل شعر کې له اداري فساد نه سر وټکاوه.

د بشر په نوم دوکه راکوي موږ ته
وباما او سرکوزي نه مې زړه تور دى
اداري فساد وطن کې چې زياتيږي
د جمهور ريس کرزي نه مې زړه تور دى


مشاعرې ته زرګونه تنه مينه وال هم ورغلي وو. ځينو يې دا نيوکه لرله چې شاعران په خپله خوښه خپل احساسات نه شي څرګندولى.

د عزيز وطنوال په نوم يو تن وویل ً هغه شاعري چې په تيرو کلونو کې شاعرانو ويله ، سږکال يې نه شي ويلاى. اوس سانسور شوي او تړل شوي شعرونه وايي، نو ځکه يې د تيرو کلونو په څير خوند مزه نه شتهً .

بلخوا د ننګرهار د کلتور ريس اورنګ صميم وايي چې د بيان د ازادۍ حق له هيڅ چا څخه نه دى اخيستل شوى.

هغه وویل ً نننۍ مشاعره خو داسې روانه ده چې د هيڅ چا په خوله لاس نه دى ايښودل شوى. يو شي سره چې زما اديبان او شاعران وروڼه مخالف دي هغه د شعر نه د هنر د جامو ايستل دي. زه فکر کوم چې دې کار سره به هيڅوک موافق نه وي. د بيان د ازادي حق په تمامه مانا تضمين دى ً .

ياده دې وي چې د نارنج ګل دوديزه مشاعره د څه باندې پنځوسو کلونو راهيسې په بيلابيلو رژيمونو کې هر کال نمانځل شوې ده.
XS
SM
MD
LG