د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً سپریم کورټ دي د هزاره ګانو د وژنو مخنیوی وکړي ً


د هزاره قبیلې مېرمنې د خپلو وګړو د وژنې پر ضد احتجاج کوي
د هزاره قبیلې مېرمنې د خپلو وګړو د وژنې پر ضد احتجاج کوي
خدای نور ناصر ، مشال راډیو

کوټه : د هزاره ډیموکرېټک ګوند تر سیوري لاندي د هزاره ګانو ګڼ شمېر مېرمنو د دوي د وګړو د هدفي وژنو پر ضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته لاریون وکړ.

د یاد ګوند ښځينه غړو د بلوچستان د صوبايي او د پاکستان د مرکزي حکومت پرضد شعارونه ورکړل او حکومت يې په دې تورن کړ چې د دوي په وژنو کې د ترهګرو ملاتړ کوي.

د هزاره ډیموکرېټک ګوند د مېرمنو مشرې نازنین زمان مشال راډيو ته وویل ً خلک دومره زیات وژل کېږي. لاکن هیڅ کار د دوي د وژونکو پر ضد نه کېږيً .

نازنین زمان زیاته ً موږ دې ته په شک کې يو چې څنګه تر ننه پورې دوي هیڅ يو قاتل هم نه دی نیولی. داسې ښکاري چې حکومت په خپله هم د دوي ملګری دی چې تر ننه يې نه هم هدفي وژونکی نیولی او نه هم د دوي لپاره دسیسه جوړونکی نیول شوی دی. دا څه ډول حکومت دیً .

د هزاره ګانو مېرمنو په دې لاریون کې يوې بلي ګډونکوونکې وویل چې دوي سړکونو ته د دې لپاره راوتلي دي چې د پاکستان چیف جسټس ته یادونه ورکړي چې د دوي نارینه اوس يوې خوا ته هم سفر نه شي کولای او چې کله هم له کوره ووځي نو په هم هغه ورځ ووژل شي.

دې مېرمنې زیاته کړه ً موږ د دې لپاره راوتلې يو چې د چیف جسټس مخې ته د دې اظهار وکړو چې هزاره قام له تېرو لسو کالو راهیسې وژل کېږي. ولي د دوي وژونکي نه نیول کېږي ً.

د دې مېرمنې په وینا حکومت کومې داسې مجبورۍ لري چې د دوی د وګړو د وژونکو پر ضد ګامونه نه اخلي.

د هزاره ګانو مېرمنو په دې لاریون کې خپل بنګړي د بلوچستان اسمبلۍ پر دروازه وتړل او ویې ویل چې د اسمبلۍ نارینه غړي دي نور خپلو لاسونو ته همدا بنګړي واچوي.

د رخسانې په نامه يوې میرمني مشال راډیو ته وویل ً د پاکستان له چیف جسټسه زموږ همدا غوښتنه ده چې ً ازخود نوټسً دي واخلي او پر صوبايي حکومت دي فشار واچوي چې په سیمه کې د ترهګرو پر ضد عملیات وشي.

د رخسانې په وینا نور دي د دوي د قام هدفي وژنې بندي شي او که چېري صوبايي حکومت داسي نشي کولای ، امن نشي راوستلای نو خپلې څوکۍ دي پرېږدي ، په کورونو کې دي کښېني او د دوي دا بنګړي دي په لاس کړي او بیا دي تماشې ګوري.

که څه هم د هزاره ګانو مېرمنو صوبايي حکومت له ترهګرو سره د هزاره قبیلې د وګړو په وژنو کې ککړ وباله خو د صوبايي حکومت له خوا په بیا بیا ویل شوي چې په کوټه او صوبه کې به د ناامنۍ د پېښو پرضد کار کوي. او د دوي په خبره حالات دومره خراب هم نه دي لکه څه ډول چې يې رسنۍ یا مخالف سیاسي ګوندونه یادوي.

خو هلته دې مېرمنو په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دوي نور له صوبايي حکومته ناهیلي شوي دي او اوس يې يوازېنۍ تمه د پاکستان له چیف جسټسه ده چې ددوي د وژنو ته په خپله پاملرنه وکړي یانې ً ازخود نوټس ً یې واخلي.
XS
SM
MD
LG