د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د امنیتي سرتېرو نوې څوکۍ



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د بدامنۍ د روانو پېښو د مخنیوي لپاره سند حکومت پریکړه کړې ده چې د ښار په اغیزمنو شویو سېمو کې د رینجرو نورې چوکۍ جوړي کړي او په دغو سېمو کې د پولیسو ګزمې زیاتې کړي ـ


یاده پریکړه د اتوار په ورځ وزیر اعلی هاوس کراچۍ کې دسند صوبې اعلی وزیر سید قایم علي او د کورنیو چارو د مرکزي وزیر رحمان ملک په مشرۍ کې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې شوې ده ـ


د غونډې روستو خبریالانو سره په خبرو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک وویل چې ښار کې د امنیت د ټېنګښت په موخه یې د سیاسي ګوندونو ته ویلي دي چې د ښار له سرکاري ودانیو او په سړکونو د ولاړو بجلۍ ستنو څخه خپل بېرغونه لېرې کړي ـ


((د خپل ګوند په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو ته مې ویلي دي چې ۲۴ ګینټو کې دې خپل بیرغونه لېرې کړي ـ که په ټاکلې موده کې دوي خپلې جنډې لېرې نه کړي نو دهرې سېمې تاڼېدار به د خپلو سرتیرو په مرسته دغه کار ترسره کوي ـ که په راتلونکې د بدامنۍ پېښه په کومه علاقه مخې ته راشي نو ذمه واري به یې د سېمې د ایس ایچ او په غاړه وي ـ د بنارس او ایي سي ایي پلونو په ۲۴ ګېنټې پولیس ساتنه کوي ،د امن راوستو په لړ کې مو پولیس او رینجرو ته مو ټول واکونه ورکړي دي.))

رحمان ملک وویل ښار کې د امن د ټینګښت په موخه یې د عوامي نیشنل ګوند له چارواکو او ایم کیو ایم له مشرانو سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي ـ هغه په سوداګرو غږ وکړو چې په راتلونکې کې دې کاربندیز نه کوي ځکه چې کراچۍ کې د یوې ورځې کاربندیز څخه ملکي اقتصاد ته په مجموعي توګه ۱۹ اربه روپۍ زیان اوړي ـ دکاریندیز یا ماتم نمانځنې په ورځ به رینجر سوداګرو ته تحفظ ورکوي او هغه کسان چې د وسلې په زور په سوداګرو دوکانونه بندوي هغوي به د قانون منګلو ته سپاري ـ


بلې خوا د سند هایي کورټ مشر قاضي جسټس مشیر عالم کراچۍ ښار کې د اخ وډب په پېښو کې د ۳۰ څخه دزیاتو کسانو په وژنه او په دې ورستیو کې په زیاتو شویو کاربندیزونو نوټس اخیستی دی ـ نوموړي قاضي د سند صوبې د پولیسو او رینجرو له مشرانو څخه په دې اړه تفصیلي جواب غوښتې دی، چې ددوي لخوا د اخ و ډب د یادو پېښو د مخینوي په خاطر کوم ګامونه پورته شوي وـ


یاده دې وي د کراچۍ د بدامنۍ په حقله د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ لخوا اخیستل شوي نوټس په فیصله کې ویل شوي و چې د سند هایي کورټ چیف جسټس مشیر عالم به په کراچۍ کې د بدامنۍ د پېښو وخت په وخت جایزه اخلي او په دې حقله به ستره محکمه یا سپریم کورټ خبروي ـ


هلته بیا د ښار په بېلا بېلو برخو لا هم د تشدد پېښې دوام لري ـ پولیس وایي د اتوار په ماښام د ښار اورنګي ټاون په سېمه کې ټیکسي ډریور عامرالله نامالومه کسانو په ډزو وژلی دی ـ ددې علاوه د لیارۍ او سهراب ګوټ په سېمو کې دوه نور کسان په ډزو وژل شوي دي ـ


دعوامي نیشنل ګوند سرچېنې وایي وژل شویو کسانو کې یو تن حافظ سلیمان نومیږي او هغه ددوي د ګوند غړی دی ـ


د یادونې وړ ده چې په کراچۍ ښار کې د تېرې یوې هفتې راهسې د تشدد پېښو زور نیولی دی چې تراوسه پکې د چارواکو په خبره ۳۷ کسان وژل شوي او په لسګونو ګاړي سوزول شوي دي
XS
SM
MD
LG