د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مونټر پوهنتون ته نه تګ، ۲۰۰۰ سکالرشپونه له لاسه ووتل



غلام غوث، مشال راډیو

پېښور - د خیبر پښتونخوا د پېښور پوهنتون چارواکي وايي، د مارچ په ۲۱مه نېټه، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر کیمرون مونټر د سفر منسوخولو له کبله په امریکايي پوهنتونونو کې د دې یونیورسټۍ د زده کوونکو د تحصیلاتو عمل نیمګړی پاتې شوی دی.

چارواکي وايي، هغه ځکه نه دی ورغلی چې ځینو زده کوونکو د مونټر پوهنتون ته د تګ پر ضد مظاهرې کړې وې.

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې مشر پوهاند اې زیډ هلالي مشال راډیو ته وویل، د کیمرون مونټر پوهنتون ته راتګ ډېره لویه او د درناوي خبره وه.

د ده په خبره، مونټر یواځې زده کوونکو ته د وینا کولو لپاره نه وو را روان بلکې، هغه به هغه ۲۰۰۰ فورمونه هم له ځانه سره راوړل چې په وسیله به یې د پېښور پوهنتون زده کوونکو په امریکايي تعلیمي ادارو کې د لوړو زده کړو لپاره وړیا داخله تر لاسه کړې وای.

د پېښور پوهنتون زده کوونکو هم د مونټر په نه راتګ د خپګان څرګندونه کړې ده.

یوه زده کوونکي، محمد اسماعیل، مشال راډیو ته وویل، د دوی د فاکولتې رییس د مونټر د راتګ لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو د هغه دا سفر ځکه ونشو چې ځینو زده کوونکو یې مخالفت کاوه.

اسماعیل وايي، دا زده کوونکي ((پاکستان مخالفه ول))، ځکه چې که هغه راغلای وای نو ۲۰۰۰ وظیفې یا بورسونه به یې ورکړي وای.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال، پوهاند هلالي وویل، د مونټر د نه راتګ له کبله د پوهنتون نوم ته هم زیان رسېدلی دی.

((لسګونه زده کوونکو مظاهرې کړې وې، چې څه مانا یې نه لرله. زما په نظر په پوهنتون غوندې ځای کې د تشدد لار او دود څه تعلیمي یا علمي مانا نه لري.))

هلته د پېښور پوهنتون ویاند اختر امین مشال راډیو ته ویلي، چې د کیمرون مونټر دې یوني ورسټۍ ته سفر منسوخ شوی نه، بلکې ځنډول شوی دی.

د دې ځنډ لامل، ده امنیتي انتظامات وښودل.

ده ومنله چې شا و خوا ۷۰ کسانو مظاهره کړې وه خو دا ((دومره لویه خبره)) نه ده.

د مارچ په ۲۱مه کیمرون مونټر پېښور ته تللی وو خو پوهنتون ته یې خپل تګ منسوخ کړ.
XS
SM
MD
LG