د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه بن لادن ښځو او لوڼو ته د قید سزا


د دې کور په اړه ویل کېږي چې د اسامه کورنۍ په کې نن سبا اوسي. دا کور په اسلام اباد کې دی
د دې کور په اړه ویل کېږي چې د اسامه کورنۍ په کې نن سبا اوسي. دا کور په اسلام اباد کې دی

سراج ظهیر، مشال راډیو

اسلام اباد - د پاکستان یوه عدالت د القاعده شبکې د وژل شوي ترهګر مشر اسامه بن لادن د کورنۍ غړو ته د ۴۵ ورځني بند سزا او د۱۰ زرو جرمانه اورولې ده.

عدالت د اپرېل په دویمه د اسامه بن لادن څلور مېرمنو او دوو لوڼو ته په دې تور کې دا سزا او جرمانه اورولې ده چې ګواکې د عدالت په وینا په ناقانونه توګه پاکستان ته تللي او هلته اوسېدلي دي.

د اسامه بن لادن له دې څلور مېرمنو څخه درې د سعودي عربستان او یوه د یمن ده.

عدالت پاکستاني حکومت ته امر کړی چې دا مېرمني دي بیرته خپلو هیوادونو ته ولېږدوي.

د عدالت جج شاه رخ ارجمند ویلي، دې مېرمنو وارله مخه یوه میاشت په بند کې تېره کړې نو له دوو اونیو وروسته به خوشي کړل شي.

د اسامه بن لادن کورنۍ له هغه وروسته پاکستانیو چارواکو ونیوله چې کله امریکايي ځواکونو د تېر کال د مې پر دویمه نېټه اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې وواژه.

په نړیوالو مطبوعاتو کې نن سبا هغه رپورټونه هم زیات راځي چې د اسامه بن لادن کورنۍ د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې اوسېدلې وه.

په دې کې یو ځای په هري پور کې دی چې د اسامه بن لادن کورنۍ په کې اوسېده.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخې، په هري پور کې دوی تر هغه وخته و اوسېدل چې په اېبټ اباد کې د دوی نوی کور جوړ شو.
XS
SM
MD
LG