د لاسرسي ځای

په مومندو کې نښتې، ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي


د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې د لسګونو مشکوکو وسله والو طالبانو له خوا د دوی پر امنیتي پوستو د برید په ترڅ کې لږ تر لږه څلور عسکر وژل شوي دي.

د ایف سي ځواکونو د یوه ویاند په وینا دا پېښه دا پېښه د اپرېل د لومړۍ او دویمې نېټې په شپه له افغان پولې سره نژدې د مومندو په قبایلي سیمه کې رامنځ ته شوېده. چارواکي وايي چې ځواکونو د برید په ځواب کې له درنو وسلو کار اخیستی او ترر پنځلس پورې وسله وال یې وژلي دي. رپوټونه وايي چې دا بریدکوونکي له افغانستانه پاکستان ته ننوتي وو خو د ازادو سرچینو له خوا د دې مالوماتو پخلی نه دی شوی. مومند اېجنسۍ د پاکستان له هغو اوو نیم خپلواکو سیمو څخه ده چې د طالبانو او له القاعده سره د تړلو وسله والو د مظبوطو مرکزونو په توګه پېژندلیږي.
XS
SM
MD
LG