د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیې کې الوتکه غورځېدلې، ۳۲ وژل شوي


روسي چارواکي وايي، د سایبېریا په لویدیځ کې د لوېدلې الوتکې په پېښه کې یوولس تنه ژوندي پاتې شوي دي.

چارواکو وویل چې په دې پېښه کې چې نن یانې د دوشنبې په سهار رامنځ ته شوه له ۴۳ څخه ۳۲ تنه ووژل شو. رپوټونه وايي چې ژوندي پاتې شوي کسان په داسې حال کې په روغتون کې داخل کړل شوي دي چې په جدي توګه ټپیان دي. د چارواکو په وینا د ماسکو په ختیځ کې پر شاوخوا ۲۱۰۰ کلومیټره لرې پراته ښار تیومېن کې له هوايي ډګره پورته شوې دا الوتکه له پورته کېدو لږ ساعت وروسته را ولوېده او اور په کې ولګېدی. د هغوی په وینا دا تر اوسه نه ده څرګنده چې د دې الوتکې د لوېدو لامل څه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG