د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین و پاکستان تجارت پراخوالی شي


د پاکستان وزير اعظم سید يوسف رضا ګيلاني ويلي چې په چین او پاکستان کی دومره وړتیا شته چی اقتصادي او دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکړي.

یوسف رضا ګيلانی دا خبره پرون د چين په ښار باؤ کی د يوې نړیوالې غونډې پر مهال د دې هیواد له مرستیال ولسمشر لي کيګ ثانګ سره د خبرو پر مهال وکړه. ګيلاني زياته کړه چې د دواړو ملکونو اړیکي پر خپل منځي باور او درناوي ولاړې دي او د هغه په خبره چين د پاکستان د بهرنۍ تګلارې یوه مهمه برخه ده. د چین او پاکستان تر مينځ په دوه اړخيزه تجارت کې تیر کال دوویشت فیصده اضافه شوې ده چې شاوخوا لس نیم اربه ډلرو ته رسیږي. پاکستاني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني دا مهال د باؤ فورم آف ايشیا په غونډه کی د برخې اخستو لپاره په چین کې دی. باؤ فورم يوه غیر حکومتي اداره ده چې هر کال د اسیا د لویې وچې د حکومتي او کاروباري مشرانو او کارپوهانو غونده جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG