د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې پر پولیسو وسله وال برید، ۵ وژل شوي، ټپي


تر دې مخکې هم په کندهار کې وخت تر وخته بمي او ځانمرګې حملې کېږي. لکه په دې انځور کې یې چې ګورئ.
تر دې مخکې هم په کندهار کې وخت تر وخته بمي او ځانمرګې حملې کېږي. لکه په دې انځور کې یې چې ګورئ.

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - وسله وال بريد تېر ماخوستن (د اپرېل لومړۍ نېټه) د افغانستان د کندهار ښار په لويه وياله سيمه کې د پوليسو د تلاشي په يوه پوسته شوى چې پکې د پوليسو په ګډون پېنځه تنه مړه او ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي موټر سايکل سپرو وسله والو د نهمې حوزې پر امنيتي پوسته د سپکو وسلو ډزې کړې دي او وروسته د پوليسو له خوا هم ځوابي ډزې شوې دي.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي رسنيو ته وويل چې په پېښه کې دوه تنه پوليس ټپيان شوي او يو تن بل وژل شوى دى

دى وايي، په بريد کې دوه تنه بريد کوونکي هم وژل شوي چې جسدونه يې له پوليسو سره دي.

د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران بيا وايي د پېښې له ځاى څخه ورته د دوو پوليسو جسدونه او يو ټپي وروړل شوي دي.

خو په جنوب کې زون د څلور سوه څلور ميوند زون قومندان جنرال محمد سالم احساس له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په بريد کې يوازې يو تن پوليس ژوبل شوى او دوه تنه وسله وال وژل شوي دي.

(( وسله والو زموږ پر پوليسو ډزې کړې دي. چې پکې يو پوليس ژوبل شوى دى. او وروسته بيا زموږ پوليسو هم وسله وال په نښه کړي چې له امله يې دوه تنه بريد کوونکى ځاى پر ځاى وژلي دي. دا مهال د بريد کوونکيو جسدونه ، وسلې او موټر سايکل د پوليسو په واک کې دي. ))

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت کومې ډلې نه دى خو تر دې وړاندې به د ورته پېښو مسوليت وسله والو طالبانو مانه .

د روان زېږيز کال را له پيل را هیسې دا لومړى ځل دى چې وسله وال په ښار کې د پوليسو په پوسته وسله وال بريد کوي .
XS
SM
MD
LG