د لاسرسي ځای

د خوست ځوانانو په خپلو پیسو ځانته لوبغالی جوړ کړی



نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - د افغانستان په خوست ولایت کې د کونډیو کلي ځوانانو په خپل شخصي لګښت او د سیمې د خلکو په مالي مرسته د فوټبال یو لوبغالی یا سټډیوم جوړ کړ.

په دې په دې سټډیوم، چې په شل جریبه ځمکه کې جوړشوی تر اوسه یو نیم مېلیون افغانۍ لګښت شوی او لا يې هم کار دوام لري.

د خوست د کونډیو کلي د فوټبال لوبډلې یو لوبغاړی طلا محمد بخت زوى وایې، چې دوی پخوا هم د فوټبال لوبه کوله خو د لوبې پروخت به له ګڼوستونزو سره مخ وو او پرېکړه یې وکړه، چې له مشرانو څخه د ځمګې او د سیمې له خلکو نه د پیسو مرسته وغواړي ترڅو یو ښه لوبغالی ولري.

(( د دې میدان له جوړیدو وړاندې موږ داسې یو ځاى کې کې لوبې کولې چې خورا کوچنی وو او توپ به د شوټ پر وخت نږدې کورونو او د خلکو د کروندو ځمکو ته اوښته، چې ځينو سپين ږيرو خلکو به کله کله سپکې سپورې هم راته ويلې خو اوس د دى ميدان په جوړيدو مو ډيره ستونزه هواره شوه.))

د کونډیو کلي لوبغاړي په خپل لوبغالي کې

د کونډیو کلي لوبغاړي په خپل لوبغالي کې

د کونډیو د فوټبال ټیم يا لوبډلې مشر سیداحمدشاه رحماني وایې، چې دوی لومړی له ځوانانو او وروسته د کلي له نورو اوسیدونکو د مرستې غوښتنه وکړه، چې په دې ډول دوی ته یو نیم مېلیون افغانۍ ټولې اوحتی ځینو غریبو خلکو له خپل وس سره سم د لسو او شلو روپیو په ورکړه هم په دې کار کې ونډه واخیسته.

هغه وويل: (( د دې لوبغالي تر اوسه ټول لګښت پینځلس لکه افغانى کیږي، چې د کونډیو ځوانانو او ټولو کليوالو له خوا ورکړل شوى اوځمکه ورته د قوم د مشرانو له خوا راکړل شويده. خو کار لا بشپړ ندى او روان دى. ))

لوبغاړي د لوبې د تیارۍ پر مهال

لوبغاړي د لوبې د تیارۍ پر مهال



نوموړی زیاتوي، چې د دوی موخه لوبو کولو ته د ځوانانو هڅول او له نشه یې توکو را ګرځول دي؛ خو غوښتنه کوي، چې د دې سټډیوم یا لوبغالي کار د بشپړیدو لپاره د المپیک امریت مرستې ته هم اړتیا ده، چې د نورو لوبو لپاره ورته ځایونه جوړ کړي.

د خوست د المپیک امرعزیزملنګ د دې کار دوى ته مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه، چې د خپل وس سره سم به د دوی سره مرسته کوي، چې دا لوبغالی ښکلی او بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې د خوست په مرکز کې د څه د پاسه یو مېلیون ډالرو په لګښت د فوټبال یو لوبغالی جوړ شو. خو د خوست ځوانان د دې ترڅنګ په دې ولایت کې د فوټبال په خوا کې د کریکټ لپاره هم د یو معیاري لوبغالي د جوړیدو غوښتنه کوي، چې څو ځله يې د چارواکو له خوا د جوړيدو ژمنې هم ورسره شوي دي.
XS
SM
MD
LG