د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار د محصولاتو کچ لوړ شوی دی



سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د کندهار د مستوفيت چارواکي وايي چې په تېر ۱۳۹۰ لمریز کال کې يې د عوايدو کچه د وړم کال پرتله ۵۰ فيصده لوړه شوې ده؛ چې لاملونه يې د تېر په پرتله د امنيت ټينګېدل، تر لرې پرتو سيمو پورې د دولت د واک غځېدل او ښه حکومتداري بولي.

د کندهار مستوفي يا د د ولايت د ريوينيو د دفتر مشر عظيم خان احمدزى وايي، تېر کال يې څه باندې يو ميليارد افغانۍ لاسته ورغلې دي چې د افغانستان بانک له لارې د ماليې وزارت ته لېږدولې شوې دي.

دى وايي دا دويم کال دى چې د امنيتي ستونزو د کمېدو او ښې حکومتدارۍ له امله يې د عوايدو کچه لا پسې زياتېږي.

د ده په خبره په تېر کال کې دوى د کندهار او جنوب زون دولتي مارمورينو ته نهه مليارده او څلور سوه در دېرش ميليونه افغانۍ معاشونه ورکړي دي چې بيا يې هم تر لاسته راوړنو ډېرې زياتې دي.


((په ۱۳۹۰ لمريز کال کې يو ميليارد ، ۲۵۰ ميليونه، ۶۲۰ زره او ۴۵۹ افغانۍ د کندهار د مستوفيت عوايد تر لاسه شوي دغه عوايد تر پلان چې د ماليې وزارت موږ ته راکړى دى، ۵۰ فيصده زيات دي. تېر کال زموږ د مستوفيت معاشات او مصارف چې موږ د کندهار او زون په کچه تاديه کړي دي نهه ميليارده، ۴۳۳ ميلیونه افغانۍ وې. ))

احمدزى وايي، په تېر کال کې لاسته ورغلي عوايد يې د دوکانونو، کورونواو شرکتونو له کرايو او د دولتي کارکوونکيو له معاشونو څخه لاسته راوړي دي.

دى وايي تېر کال يې په دې سربېره چې د زون که کچه يې مامورنيو ته معاشونه وکړي د کندهار يو سل او اته څلوېښت تنو ته ۱۲ ميليونه افغانۍ د مرستې په توګه هم ورکړې دي.

دى وايي دغه ۱۲ ميليونه افغانۍ هغو کسانو ته ورکولې شوې دي دي چې په جګړو او د ناامنيو په پېښو کې يې د کورنيو غړي وژل شوي او يا ټپي شوي دي.

(( تېر کال د کندهار د مستوفيت له خوا ۱۴۸ تنو ته چې شهيدان او زخميان پکې شامل دي دوى ته ۱۲ ميليونه افغانۍ هم موږ د مرستې په توګه ورکړې دي. ))

احمدزى زياتوي چې که خلک پر وخت ماليه ورکړي او دوى په روان کال کې د ( ايم ټي او ) يا منځنۍ ماليې په نامه د ماليې ورکولو اداره هم خلاصه کړي نو عوايد به يې تر دې ډېر لوړ شي.

د يادوونې وړ ده چې په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د کندهار د مستوفيت عوايد شا و خوا ۸۰۰ ميليونه افغانيو ته رسېدلي وو.
XS
SM
MD
LG