د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو رسنیو ته کتنه ( داپریل اوله نېټه )




مجید بابر / پراګ

اومان ټريبيون ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي، چي د پاکستان او امريکاد اړیکو په اړه د پا کستان د پارليماني کمیټۍ د سپارښتونو په اړه ددغه هيواد د پارليمان فېصله چي څومره د ځنډ سره مخ کیږي، نوهومره په واشنګټن کی د ا احساس زياتيږی چی دغه دوه اړخيزه اړيکې بيا څنګه پياوړي کړای شي ؟ او د بيا رغونې بهیر څنګه پیل کړای شي.

ورځپاڼه ليکي چی سپینې ماڼۍ او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په بيا بيا ویلي دي چې دوی به د پاکستان د پارليمان د فیصلو په سړه سینه انتظار کوي، خو د تېر زيارت په ورځ د دغه هيواد د کانګرس یوې کمیټې ته د وینا پر مهال د امريکا يو لوړ پوړي پوځي کمانډر وويل، امريکا له پکار دي چې اوس په افغانستان کې ناټو او امريکايي ځواکونو ته د رسد لپاره دهند سره اړيکې پياوړي کړي او پاکستان نه دتېرو شویو لارو سربېره ، په نورو لارو هم غور وکړي.

د امريکايي ځواکونو لپاره د رسد او مرستو مرستيال پو ځي کمانډر جنرال فرينک پينتر د کانګرس دغې کمیټې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې که د پاکستان سره په دې اړه موږ کاميابه مذاکرات تر سره نه کړل ،نو بيا موږ له پکار دي چی په هند تکيه وکړو، او د افغانستان د شمالي پولو د لارې د رسد انتظام وکړو.

جنرل فرينک وويل چې دا دواړه کارونه به ډېرې مالي پنګې غواړي، خو که پاکستان د ناټو لپاره د رسد لاري نه پرانيزي نو بيا د هند او د افغانستان د شمالي پولو د لاروپرته د رسد کومه بله لاره نشته.

ورځپاڼه مخکې لیکي چی ددې نه مخکې د امريکا یوشمېر نورو پوځي کمانډرانو خبرداری ورکړی و، چې که پاکستان دغه لارې زرپراننیزي ، نو ددې له امله تر ۲۰۱۴ کاله پورې د امريکايي پوځونو د افغانستان نه د ستنيدو عمل هم متاثره کېدی شي.

ورځپانه ليکي چي ځیني امريکايي سیاسي څيړونکي بيا په دې نظر دي چی اوباما غواړي يو وارې بيا د امريکا د ولس مشرۍ انتخابات وګټي، او څه رنګه چې په امريکا کې د افغانستان د جنګ په اړه ددغه هيواد د ولس رايې مثبتې نه دي، نو ځکه د اوباما اداره به دا ونه غواړي چې د افغانستان نه د پوځونو د ستنېدو عمل دې د ځنډ سره مخامخ شي.

ورځپاڼه ليکي چې د تير زيارت په ورځ د يوې نظر پوښتنې له مخه صرف ۲۳ په سلو کې خلکو د افغانستان د جنګ په حق کې رایه ورکړې وه، او ۶۹ په سلو کې خلک په دې حق کې وو چې امریکايي پوځونه دې زر تر زره دافغانستان نه واپس شي.

بل پلو، ایکسپريس ټريبیون ورځپاڼې د پاکستان د دغې پارليماني کميټې چي د امريکا سره تعلوقاتو ته بيا کتنه کوي ، د يو غړي له خولې ليکلي چې واشنګټن له پکار دي چی په افغانستان کې د سولې په عمل کې د پاکستان اهميت ومني او ورته ځانګړی رول ورکړي.

ورځپاڼه د پارلیمان ددغه غړي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکي چی تيره ورځ د حکومت او اپوزيشن د ۱۲ کسيزې پارليماني کميټې د شوو خبرو اترو نه خبر دی ، چی د پاکستان او امريکې د اړيکو دغه مسوده کی د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې د دوو نورو خبرو شاملولو هم غوښتنه وکړه ، يوه دا چې په امريکا کي قید ډاکټره عافيه صديقي دې خوشی کړای شي، او بله دا چې د کشمير د شخړې د هوارۍ لپاره دې امريکا خپل کردار ولوبوي.

ورځپاڼه ايکسپریس ټريبيون زياتوي، چي د حکومت د اتحادي ګوند مسلم ليګ ق ډلې بيا دا دريځ دی چې ناټو ته د رسد دلارو پرانېستل دې د بې پايلټه الوتکو بريدونو ودرولو سره مشروطه کړای شي. مسلم ليګ نواز ډله او حکومت هم ددې خبرې سره اتفاق کوي.

خو د جمعيت علمای اسلام فضل الرحمان ډله بيا غواړي چې د ناټو دغه لارې هم داسې تړلې ښې دي او هډو پرانستل یې نه دي پکار. مولانا فضل الرحمان حکومت ته دا ګواښ هم کړی دی چې که دده دغه غوښتنه ونه منلی شوه نو بيا به ددغې پارليماني کميټې غونډو کي شرکت نه کوي.

د مسلم ليګ ق ډلې سینیټر مشاهد حسین د کميټې غړو ته وويل چې په سیمه کې سیاسي حالات بدليږي او ددې له امله پاکستاني سياست والو او حکومت له پکار دي چي يو موټی شي او د خپلو ګاونډیانو سره اړیکې پياوړې کړي ، او امريکي ته يو متفقه پيغام ورکړلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG