د لاسرسي ځای

تازه خبر

دشام د حالاتو په اړه په استنبول کې نړیواله غونډه




سرچینه : دمشال راډیو انګریزي څانګه
ژباړه : اسرار عالم مومند

د اتوار په ورځ د ترکي په استنبول ښار کې د شام د ولس د ملګروپه نامه يوه غونډه راوانه ده چې په کې د شپيتو هېوادونو چارواکي ګډون کوي. تمه څرګنديږي چې په دې غونډه کې به د شام په حکومت زور راوړل شي چې په خپل اولس دې تشدد ودروي.


د غونډې يوه ورځ وړاندې په شام کې د اپوزيشن د قامي کونسل مشر برهان ګېليون غوښته وکړه چې د دوی کسانو ته دې وسله ورکړې شي.

(( ټوله نړۍ په دې متفق ده چې د اسد رژيم نور ډېر مخ په وړاندې نه شي تللی او ممکن هم نه ده. په دې غرض چې د شام ولس قتل عام بنددې کړل شي. مونږد استنبول غونډې څخه د زړور موقف او کوټلو ګامونو دپورته کولو تمه لرو. ))

د شام د بهرنو چارو د وزارت وياند جهاد مکديسي ويلي رياست د دوی په کنټرول کې راغلی او د ثبات پرځای کولو باندې يي کار پېل کړی دی.

نوموړي زياته کړه ، حکومت به ترهغې له اولسي ابادۍ څخه ترهغې ټېنکونه ونه باسي ترڅو چې ژوند معمول ته نه وي راغلې.

دشام حکومت د ملګرو ملتونو او د عرب ليګ د ګډ نماينده کوفي عنان هغه پلان منلی چې له مخې به يې د شام حکومت د خېرسګالۍ په توګه خپل پوځ او ټینکونه له اولسي ځايونو څخه وباسي.
خو د اپوزيشن مشر برهان له بشارالاسده ډيره تمه نه لري چې داسې به وکړي ،هغه وايي :
(( مونږ د عنان د پلان داسې هرکلې کوو، لکه څنګه مو چې د عرب ليګ د پلان کړی و، خو البته مونږ بې له څه شکه دا وايو چې د تېر په څير دا پلان به هم عملي نه شي. ))

د سعودي عرب په سرښار رياض کې د شام په اړه غونډه کې سپينې ماڼۍ او عرب هېوادونو کوفي عنان ته ويلي وو ، که چيرې په شام کې د هغه د امن پلان له کاميابۍ سره نه مخامخ کيږي نو شام حکومت ته دې د ډزبندۍ لپاره يوه خاصه نيټه ورکړي ، په عېن حال کې په شام کې د تشدد لړۍ راوانه ده ، د بشري حقونو کارکونکي وايي د خالي په ورځ هم دغلته پنځه ويشت کسان وژل شوي دي چې زياتره وژنې په ادليب ، درعا او حمس کې مخې ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG