د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنګ ځپلي افغانان ( اپریل فول) نه شي زغملی




بازمحمد عابد / جلال اباد

په اروپايی ټولنه کې ، یو شمېر خلک د اپریل په اوله ورځ یو بل ته درواغ وايي او هغوی د یو ذهني ټکان سره مخامخ کوي.


له اروپايي ټولنو پرته، اوس مهال په شرقي ټولنه کې هم په يو شمير هيوادونو کې د اپريل لومړى ورځ خلک په درواغو پیلوي، او د تيرو لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې هم په دې ورځ هغه ځوانان چې په بهرنيو هيوادونو پاتې شوي او يا هم په وطن کې دننه د بهرنيو موسسو سره په کار بوخت دي، خپلو دوستانو سره اپريل فول کوي.

خو په ننګرهار کې يو شمير ځوانان وايي چې افغاني ټولنه له اپريل فول سره نابلده ده، بايد چې له دې عمل څخه ډډه وکړى شي.

د عبدالهادي دريځ په نوم يو تن وايي چې کورنۍ يې څو کاله وړاندې دوستانو د ده په اړه انديښمنه کړې وه:
(( زما ځينو دوستانو څو کاله وړاندې زما په غير موجودګۍ کې زموږ کور ته په همدې ورځ خبر ليږلى و چې ګوندې ما ټکر کړى او پښه مې په کې ماته ده. هغه وخت ما سره ټيلفون نه و، خو کله چې کور ته راغلم، مور مې هم ډير زيات ژړلي وو او ټول کور په تشويش کې و. که څه هم ما هغه دوستان بيا ورټل خو زموږ کورنۍ يې له سخت تشويش سره مخ کړې وه. موږ بايد له دغسې رواجونو څخه ډډه وکړو.))

د صادق په نوم يو بل تن وايي چې تير کال يې ورسره دوستانو اپريل فول کړى و.
(( تير کال ما ته يو ملګري ټيلفون وکړ، ديوه بل ملګري نوم يې واخيست چې ټکر يې کړى او په صحت عامه کې يې حالت ډير خراب دى، رکشه مې وکړه او ځان مې روغتون ته ورساوه. هلته چې ورغلم، هيڅ هم نه و شوي، بيا راته ملګري وويل چې د اپريل لومړۍ نيټه وه اوما درته درواغ ويلي و. زما په اند دا ډير بد رواج دى او ډيرې بدې اغيزې لري، بايد داسې ونه وشي.))

د امرلله روان په نوم يو بل تن وايي چې د پرديو دودونو د خپلولو په ځاى بايد خپل دودونه په نورو ومنو.
(( موږ هميشه داسې کړي چې د خلکو دودونه په ځان عملي کړو. زما د خپلو افغانانو ورونو نه دا هيله ده چې کوم زموږ خپل دودونه دي، کومې چې زموږ خپلې ورځې دي، هغه بايد ونمانځو او دا پردي دودونه بايد موږ دلته رواج نه کړو. موږ بايد خپل کلتور ته دومره وده ورکړو چې په نورو يې ومنو.))

د جاويد په نوم يو تن وايي چې پخوابه يې د اپريل فول له لارې خپل دوستان ځورول.
(( ما هم په تيرو کلونو کې دوستان فول(بېوقوف) کول، خو تير کال مې په يوه ويبپاڼه کې ولوستل چې يو چا بل چاته فون کړى و چې زوى دې په يوه ټکر کې مړ شو. ځوى يې ژوندى و خو د پلار زړه يې له غمه دريدلى و. ما ته دا نن يو چا ټيلفون وکړ چې د پښتونستان چوک کې چاودنه شوې او ١٨ کسه په کې وژل شي، دې خبر زما په ذهن ډير بد تاثير وکړ. که يو څوک موټر چلوي او په درواغو يې بل څوک له يوې بدې پيښې خبروي، نو ضرور به يا ټکر کوي او يا به موټر چپه کوي. نو زما له انده دا ښه کار نه دى.))

د خلکو په وينا افغانان تيرو جنګونو، اوسنيو بد امنيو، بدبختيواو فقر دومره له تشويش سره مخ کړي چې د اپريل فول يا د بې وقوفه کولو زغم به ونه لري، دوى وړانديز کوي چې د يوه بد خبر په ويلو دې څوک خپل دوستان په تشويش کې نه مبتلا کوي.
XS
SM
MD
LG