د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عرب امارات یو امریکايي دفتر تړي


سرچینه : نیویارک ټایمز
ژباړه : ملیحه امیر ذاده

په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې( سټیون لي مایرز) ليکي،د خالي په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن چې د خلیج فارس عربي هیوادونو سره د امینتي تعلقاتو د ښه کولو لپاره یې کوششونه کول، د متحده عرب اماراتو یوې حیرانونکې فیصلې سره مخامخ شوه.

متحده عرب امارات غواړي چې په خپله خاوره کې دیوې امریکایۍ ډلې دفتر وتړي دادفتر د جمهریت د ودې لپاره کار کوي.

د لیکوال په خبره تر اوسه متحده عرب اماراتو په ولسي کچه د ادارې نیشنل ډیموکریټیک انسټي ټيوټ پر ضد د خپلې فیصلې وضاحت نه دی کړی،خو ویلي یې دي چې یادې شوې ادارې په مصر کې د بهرنۍ مداخلې هڅه کوله او پرې عدالتي کاروایی روانه وه.

په مقاله کې لیکل شوي، د مصر په مقابله کې د متحده عرب اماراتو لخوا دغه ګام هاغه هومره حیرانونکې نه و. خو پارونکې ځکه و ، چې هیلري کلنټن د متحده عرب اماراتو او د خلیجي شورا نورو غړیو سره د خبرو اترو لپاره هلته ورغلې وه.

سټيون لي مایرز ليکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خالي په ورځ په متحده عرب اماراتو کې د نیشنل ډیمو کریټیک انسټي ټيوټ د کار دفاع وکړه.

د متحده عرب اماراتو تر څنګ په دغه ډله کې چې په یاده شوې اداره باندې نیوکې لري ځیني نور ملکونه لکه سعودي عرب، کویت ، بحرین ، قطر او اومان هم شامل دي.

د لیکوال په خبره هیلري کلنټن ویلي، د دوی اتحادیه به داسې موقعې پیدا کوي چې په بیلا بیلو برخو کې همکاري وشي او د ورپیښو چیلنجونو لکه ترهه ګري ، ایټمي خوریدنې او د غلاغلطۍ مقابله وشي.

په مصر کې هغې د امریکایی غیر سرکاري ادارو په دفاع کې خبرې وکړې، چې کله ترې د خبري کانفرانس پر مهال د یادې ادارې دفتر د بندیدلو په اړه پوښتنه وشوه نو ويې ویل چې په دې ورته افسوس دی او دا چې د کانفرانس پر مهال یې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر سره دغه مسئله چېړلې وه.

امریکا د خلیج شپږ واړو هیوادونو سره نږدې پوځي تعلقات لري، خو انتظامیه د یوې متحدې پوځي سټراټیيژۍ هیله کوي، چې مقصد یې د ایران لخوا د کومې حملې په لړ کې د برید مقابله کول دي.

لیکوال لیکي د نیشنل ډیمو کریټيک انسټي ټيوټ سره تعلق لرونکی، ښاغلی کیمپبیل وایي دغې ډلې په دوبۍ کې تقریبا د څلورو کالو راهیسې کار کولو، د شورو په ورځ هغه وویل، انتظامېې د دفتر دوره کړې او زیاته یی کړه چې لایسنس یی منسوخ شوې، خو ویې نه ویل چې ولې؟

د نوموړي په خبره یادې شوې ادارې د قطر او کویت په ګډون په نورو هیوادونو کې د پروګرامونو په ملاتړ کې کار کړی چې ډېر پکې د ښځو د پرمختګ لپاره وو. نوموړي وویل دا ورته نه ده معلومه چې دوی نه پوهیږي چې ایا دا د مصر په شان یو ګام دی او که نه ؟ خو زیاته یې کړه چېپه دې پریکړه ډېر خواشیني دي.
XS
SM
MD
LG