د لاسرسي ځای

سرچینه : ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه
لیکوال : خالد احمد
ژباړه : فرخنده وزیر

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، په پاکستان کې د خارجه پالیسۍ په جوړولو پوځ زیات کنټرول لري، او په هرڅه کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.


په ورځپاڼه کې خالد احمد لیکي، د پاکستان خارجه پالیسي اوس هم د پوځ په کنټرول کې ده، او پارلیمان هڅه کوي چې په څه ډول دغه پالیسي بدله کړي.

لیکوال لیکي، په پاکستان کې ډیموکراسي نه بلکې( ټیموکرسي)ده، ټیموکراسي د یوناني ژبې ټکی دی او مطلب یی د پوځ واک دی، چې پکې خلک د خپل ځان د فکر کولو په ځای د عزت د تر لاسه کولو فکر کوي، او د دغه عزت مانا د جنګ په میدان کې بریالیتوب دی،نو په پاکستان کې هم کیسه داسې ده، چې پوځ ولس ته د ځینو کارونو وجه دا ښایي چې دې سره دوی خپل عزت پر ځای ساتي.

لیکوال وایي په داسې حالاتو کې، په داخلي توګه حکومت د قانون مطابق خپل کار کوي، او بهر چې دغه قانون نه وي، نو د خپلې خوښې خارجه پالیسي جوړوي، چې نه یوازې خپل سرحدونه محفوظ کړي، بلکې ورسره د خپلې خوښې په پالیسۍ د نورو ملکونو سره تعلقات هم جوړ کړي.

لیکوال خالد احمد وړاندې لیکي، حکومت کول، او تګلاره جوړول دوه مختلف کارونه دي، او په نړیوال قانون کې څوک اخلاقیاتو ته نه ګوري او نه یی څه پام کوي، نو ځکه هیوادونه په خارجه پالیسو کې یوازې خپلو ګټو ته ګوري، او د بهر ملکونو سره په اړیکو جوړولو کې حکومتونه دې ته نه ګوري چې ولس یی څه وایي، بلکه دې ته ګوري، چې کومه لاره به ددوی په ګټه وي؟

دخالد احمد په اند ولس د تګلارو په جوړولو کې اخلاقي قدرونو ته ګوري، او غواړي چې حکومتوته یی هم هغسې لاره خپله کړي، چې د دوی په نظر کې د دغه هیواد د کولتور او روایاتو سره جوړخت لري، خو حکومتونه بیا په خارجه پالیسو کې یوازې خپلو ګټو ته ګوري.

ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۰۱ کال وروسته، پاکستان هم داسې یوه پالیسي خپله کړه چې څنګه د حالاتو نه ګټه پورته کړي او خپل عزت هم وساتي. او کله چې د پاکستان یو جمهوري حکومت په خارجه تګلاره کې څه بدلون راولي، نو پوځ پرې د قامي جذبې او اخلاقي اقدارو په بنیاد نیوکې کوي.
XS
SM
MD
LG