د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دایران سره دخبرو یو نوی پړاو پیلوي



د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن ویلي چې ایران او د نړۍ شپږ طاقتونه پر دې سلا شوي دي چې د اپرېل پر دیارلسمه او څوارلسمه نېټه د ترکي په استنبول کې د ایران د ایټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو یو نوي پړاو ته کښېني.


د سعودي عربستان په ریاض کې د یوې خبري غونډې پر مهال هلري کلنټن وویل:

( دا به په لنډ وخت کې په ډاګه شي چې ایا د ایران مشران د خپل ایټمي پروګرام په اړه یو جدي او باوري بحث ته تیار دی او که نه ؟دا د ایران په مشرانو پورې اړه لري چې د خپلې خوښې لاره وټاکي. هغه څه چې حتمي دي دا دي چې د ایران لپاره به د یو سوله ییز حل د لټولو او حاصلولو لپاره لاره د تل لپاره نه وي پرانسې ).

د ایران او شپږو نوروهیوادونو امریکا ، برتانیا ، فرانس ، جرمني ، روس او چین تر منځ د ۲۰۱۱م کال په جنوري کې هم داسې خبرې اترې شوې وې خو هغه وخت دوی په دې کې بریالي نه شو چې پر اېجنډا سره سلا شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ایران له دې کبله چې د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي څلور ځله بندیزونه لګولي دي. ایران وايي چې ایټمي پروګرام یې سوله ییز او څېړنیز دی او موخه یې د انرژۍ ترلاسه کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG