د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د هیلې علامتونه



ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

کریسچین ساینس مانیټر ( په پاکستان کې د امید ۶ علامتونه) د عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړی ده. مقاله کې لیکل شوي چې پاکستان کې د سیاسي بې یقینۍ له کبله په امریکا او غربي هیوادونو کې د پاکستان په اړه مایوسي خوره ده. ولې په پاکستاني کارپوهان ټول صورتحال په اړه تر څه حده خوشبین دي.

هغوي د امید د ۶ علامتونه په نښه کوي:-

۱- سره د یو کمزوري اولسي حکومت پوځ په حکومت قبضه اونه کړې شوه. تیرو ۴ کالونو کې پوځ ځان په قابو کې ساتلې دی او په وروورو وروستو کیږي.

۲-د پاکستان عدلیه د زپلو شوو خلکو د معاملو د هواري لپاره یو کردار لوبوي، او د کال ۲۰۰۷ م نه تر ۲۰۰۹ م پورې يي د جنرال پرویز مشرف د واک نه په لیرې کولو کې یو مهم کردار ادا کړې دی.

۳- د پاکستان په مذهبي منظر نامه یو مینځ لارې فکر په خوریدو دی. پاکستاني ملان په دې هڅه کې دي چې د القاعده او طالبانو پرضد اودریږي . په دوي کې ډیر ځانمرګي بریدونه د اسلام پرضد یو عمل ګنړي.

۴- د پاکستان پوځي جرنیلانو په مودو مودو په دې خبره وده کړې ده چې هندوستان د پاکستان دشمن دی ولې اوس دوې دا خبره مني چې د ټولو نه لوې خطر د هیواد دننه دی. اوس پوځ دا خبره احساس کړې چې که د هندوستان سره اړیکې ښه شي نو د کور دننه د وسله والو مخه نیول به اسان شي.

۵- د برادکاسټ میډیا د ودې او سوشل میډیا لکه فیس بک د راتګ سره په منظرنامه کې بدلون راروان دی. اوس هریو تن د سیاسي عمل برخه جوړه شوې ده او د ساستدانانو او حکومتي ادارو په ګډون په پوځ هم ټکونه کوي.

۶- اولس د یو ښه حکومتي نظام غوښتنه کوي. په سیاسي منظر د عمران خان راتګ کیدې شي د بدلون لپاره د خلکو د خواهش غمازي اوکړې شي. او کیدې شي د نوموړي راتګ د پاکستان دوو سیاسي ګوندونو نظام چیلنج کړې شي.

په مقاله کې پای کې لیکل شوي چې ددې ټولو امیدونه پوره کیدل په دې اډانړه لري چې د حکومت یو ښه نظام په وجود کې راشي ، مرکزي حکومت د بریښنا او پاکو اوبو ورکول یقیني کړي او اولسي ادارې پیاوړې کړې شي.
XS
SM
MD
LG