د لاسرسي ځای

روح الله انوري

کونړ - د افغانستان د نورستان په کامدېش او دواب ولسوالیو کي دوسله والو طالبانو ترمنځ نښتي شوی چي دولت پکی وسله والو طالبانو ته يي مرګ ژوبله اړولي خو تر اوسه طالبانو په دی اړه څه ندي ویلي.

کامدیش د نورستان په ختیځ او دواب د دغه ولایت په لویدیځه برخه کي موقعیت لري .کامدیش دپاکستان چترال ولسوالۍ سره شریکه پوله لري .چي څوورځي وړاندي ددغي ولسوالۍ اوسیدونکو او دنورستان دولتي چارواکو دعوه کړي وه.چي په یاده ولسوالۍ کي دتورو جامو اغوستونکي طالبان پیدا شوي او خلک ځوروي.

د جمعي پر ورځ دنورستان امني قومندان غلام الله نورستاني په تيلیفون مشال راډیو ته وویل چي وسله والو طالبانو سهار مهال دکامدیش ولسوالۍ په کوز کلي کی په پرته امنیتي پوسته برید وکړ ،چي دپولیسو دسخت مقاومت سره مخامخ شول.

((دوسله والو په برید کي دوه تنه پولیس سرسري ټپیان شوي دي .او دپولیسو لخوا پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي چي جسدونه يی په سیمه کي پاتی دي ))

هغه وايي اوس دکامدیش ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کي خال خال ډزی شته دی ،خو وسله وال په شا شوي دي.

دنورستان امني قومندان وویل چي دکامدیش ولسوالۍ ته ،دپاکستان له چترال څخه په سلګونو وسله وال طالبان راوختي چي ټول يي توري جامي اغوندي او دخلکو پر زورونه يي پیل کړی دی.

هغه همدا راز وویل چي وسله والو طالبان دلویدیځ نورستان د دواب ولسوالۍ په سنګي پل سیمه کی پر یوه امنیتی پوسته حمله کړي چي په جنګ کي یو لوري ته هم زیان ندی اوښتی تیره ورځ په ختیځ کي د۲۰۲شمشاد زون دپولیسو قومندان ازادۍ راډیو ته وييلي و،چي ډیر زربه په کامدیش کي دوسله والو طالبانو پرخلاف عملیات پیل کړي .

تراوسه وسله والو طالبانو ددواب او کامدیش د نښتو په اړه څه ندي وييلی ،خو په کونړکي يې دعوه کړي چي ددغه ولایت په مرکز کي يي دنړیوالو ځواکونو په نظامي اډه برید کړی او ورته يي مرګ ژوبله اړولي ده.دکونړ دولتی چارواکي دشوي برید خبره مني خو دتلفاتو په باب شوي دعو نه مني.

د نورستان چارواکو څو ځله له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړي چي باید په کامدیش او برګیمټال کي دملی اردو یو کنډک ځاي پرځاي کړي څو له چترال څخه دوسله والو طالبانو دتګ اوراتګ مخه ونیسي خو تراوسه پدي اړه څه ندي شوي.
XS
SM
MD
LG