د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د دامان ناروغان، روغتون ته پر لار مري


د کندهار یو انځور
د کندهار یو انځور

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان کندهار د دامان اوسېدونکي وايي په سيمه کې يې د روغتون د نه شتون، د لارو د خرابولاي او دوى ته د دولت د نه پاملرنې له امله يې ګڼ شمېر ناروغان روغتون ته په لاره ساه ورکړي او ډېرى يې تر کندهار ښآر پورې د رسېدو د وس نه لرلو له امله هم په کورنو کې ناروغه پراته وي.

د دامان د اوسېدونکيو په خبره که څه هم په ولسوالۍ کې جنګ جګړې او د ناامنيو پېښې نشته خو بيا هم ورته دولتي چارواکي پاملرنه نه کوي.

د علي احمد په نامه د دامان يو تن اوسېدونکى وايي چې دا مهال د دغې ولسوالۍ په لسو کليو کې يوازې درې روغتيايي مرکزونه شته چې په هغو کې هم د دوى درملنه نه شي کېداى.

دى وايي د ولسوالۍ خلک تر بل هرڅه په يوه ښه روغتون مانده دي.

(( دلته ډېر داسې وخت پېښ شوى دى چې د شپې ۱۲ بجې وي او عاجل مريض راته پېښ شوى دى. هر څوک خو په کور کې موټر نه لري چې مريض پکې ښار ته يوسي. موږ د ولسوالۍ له مرکز څخه هم لس کيلو مټره لرې يو. ډېر ځله راته ناروغان په کور کې مري. مونږ تر بل هر څه په روغتون ډېر اړ يو. ))

د يادې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي شمس والله وايي، د شپې مهال زيات وخت تر کندهار پورې په تللې لاره امنتي چارواکي دوى نه پرېږدي ځکه يې نو ناروغې شوې ښځې او ماشومان په لاره ژوند له لاسه ورکوي.

(( په دغه لس کليو کې هم ښه کلينک نه لرو، ډېر وخت چې زنانې او کوچنيان را ناروغ شي موږ يې په نيمه شپه ښار ته رسوو. خو په لاره مو چارواکي او امريکايان هم مخه نيسي. په پېنځو کليو دي يو روغتون راته جوړ کړي . يا دي په ولسوالۍ کې يو سم روغتون را جوړ کړي. ))

د دامان د اوسېدونکيو په خبره له تېرو څو کالو را په دې خوا پر دولتي چارواکيو ګرځي او روغتون خو ورڅخه غواړي خو تر اوسه پورې يې چا غوښتنه نه ده منلې.

د دامان يو تن قومي مشر حاجي محيب الله:

(( تقريبا دوه کاله مخکې موږ له رياست څخه غوښتنه کړې وه چې موږ ته روغتون جوړ کړي دي. له موږ سره يې وعده هم کړې وه چې راتلونکي کال کې به درته روغتون جوړ کړو خو تر اوسه پورې چا هيڅ هم نه دي کړي ورته ))

د دغې ولسوالۍ ولسوال سراج احمد بيا وايي چې که څه هم په ولسوالۍ کې دا مهال درې روغتيايي مرکزونه شته خو وايي د ولسوالۍ د کليو تر مېنځ فاصله ډېره زياته ده او د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي تر روغتيايي مرکزونو پورې پر وخت نه شي رسېدلاى .

دى وايي دا مهال يې په ولسوالۍ کې د يو بل کلينک د جوړولو کار هم پيل کړى دى چې په دې سره به خلکو ته ورپېښي ستونزې کمې شي.

(( درې کلينيکونه فعاله لرو چې يو په خوشاب سيمه کې دى، يو په شور اندام کې دى او يو په منډيسار کې دى. اوس موږ په اعظم کلا کې هم يوه روغتون جوړوو چې بيا به د خلکو ستونزې ليږي کمې شي. موږ په لومړي سر کې ۳۰۰۰ تنو ته يو کوچنۍ کلينک جوړو، تر هغه غټ د ۷۰۰۰ او دريم د دېرشو زرو د پاره جوړ وو. او يو مجهز روغتون بيا د دريو سوو زرو د پاره جوړېږي. د دامان مساحت ډېر پراخ دى خو نفوس يې دومره نه دى چې يو غټ روغتون ورته جوړ کړو. ))

د کندهار د ډېرى ليرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې په ولسواليو کې يې د روغتيايي مرکزونو په نه شتون سربېره دولتي چارواکيو او د دولت مخالفو وسله والو د شپې له خوا له کورونو څخه په راوتلو هم بنديز لګولى وي ځکه خو د شپې له خوا ورپېښ شوي ناروغان تر سهاره پورې ژوند له لاسه ورکړي.
XS
SM
MD
LG