د لاسرسي ځای

'نن د وړو، وړو خدایانو بندګي کومه'


د انځور په منځنۍ برخه کې شاعر اسرار اتل (کيڼ) او د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد (ښی) ناست دي.په انځور کې د ننګرهار نور فرهنګپالان هم ناست دي.

د انځور په منځنۍ برخه کې شاعر اسرار اتل (کيڼ) او د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد (ښی) ناست دي.په انځور کې د ننګرهار نور فرهنګپالان هم ناست دي.


باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - د افغانستان ننګرهار مېشتو فرهنګپالو د پښتونخوا د نامتو شاعر اسرار اتل د کتاب (زيړ مازيګرى په پېښور کې دى)، د څلورم چاپ مخکتنه د جلال اباد ښار کې وکړه چې بېلابېلو ليکوالو او شاعرانو يې پر کتاب خپل نظرونه څرګند کړل.

د مخکتنې د دې دستورې يو ويناوال عزت الله ځواب وو.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د پښتنو له ناحوالو ډک ژوند يې په شاعرانه شيبو کې رانغاړلى دى.

(( د اتل صاحب په نظمونو کې چې کومه پښتونولي او کومه جذبه څرګندېږي او کومې ستونزې چې د پښتون ولس مخ ته پرتې دي، هغه يې په خپلو شعرونو کې راښکاره کړي او دغسې چې د اتل صاحب ژوند لکه د هر پښتون له ستونزو ډک دى، هغه يې هم په کې په ډاګه کړى دى. او دا پته ترې لګي چې د ژوند په سختو حالاتو کې هم ده قلم له لاسه نه دى غورځولى.))

ځوان شاعر ارشاد رغاند وايي چې خپله هنري تنده د هغو سندرغاړو په غږونو ماتوي چې د اسرار اتل شعرونه يې ويلي دي.

(( په دې وروستيو کې زه له ځينو سندرغاړو د اتل صيب شعرونه اورم، لکه کرن خان او بريالي صمدي چې کوم نظم د ده ويلى ما ته ډير خوند راکوي. او ورسره چې د ده کتاب کې کله د ده شاعري لولم، زما هنري تنده پرې ماتيږي.))

اکرام الله اکرام چې په جلال اباد ښار کې کتابپلورنځي لري، وايي چې په ننګرهار کې به داسې د شعر مينه وال نه وي چې د اسرار اتل کتاب يې تر لاسه کړى نه وي.

(( موږ په ننګرهار کې ډيرې سيمه ييزې راډيو ګانې لرو چې ډيرې يې ادبي خپرونې لري. موږ د اسرار اتل سره په ننګرهار کې د ولسي مينه کچه له دې هم مالومولى شو چې داسې ادبي خپرونه به نه وي چې د ده شعرونه په کې انانسر دکلمه نه کړي او هغه اوريدونکي چې راډيوګانو ته ټيلفونونه کوي، د هغوى په خوله هم د اتل صيب شعرونه وي. نو دا خبره دا څرګندوي چې په ننګرهاربه کې د شعرونو داسې مينه نه وال نه وي چې د اتل صيب کتاب يې تر لاسه کړى نه وي.))

ځوان انځورګر حمد الله ارباب چې د اسراراتل انځور يې په خپلو هنري ګوتو جوړ کړى و او د کتاب د مخکتنې په موقع يې ورته ډالى کړ وايي چې د لر بر د پښتون د يووالي دا يو روښانه مثال دى چې اتل په جلال اباد کې نمانځل کيږي.

سندرغاړى بريالي صمدي هم د کتاب د مخکتنې دستوره کې ګډون کړى، ده د اسرار اتل يو نظم په خپل خواږه غږ کې ووايه چې د نمونې په توګه يې يوه برخه ستاسې په وړاندې ږدو.

(څومره بې مينې څومره ګرانه زندګي تيروو
ستا نه بغير خوږه جانانه زندګي تيروو
------------
د خپلې مينې د يادونو نه مې کرکه کيږي
د خپل وجود د پرهرونو نه مې کرکه کيږي
ژوند عذاب شوى د خوبونو نه مې کرکه کيږي
-------------
په زولنو کې بنديوانه زندګي تيروو
ستانه بغير خوږه جانانه زند ګي تيروو.)

خپله اسرار اتل خپل احساسات څه په دا رنګه راسره شريکوي.

(( دومره مينه او دومره خواږه چې زه له ننګرهار څخه له ځانه سره وړم. دا به په ټول ژوند کې له ما سره وي، بلکې زما د ژوند نه پس به هم دا پاتې کيږي. زه به دغه ټولې ښکلې شيبې په خپل ليک کې رقم کوم. د لر بر پښتنو د تاريخ برخه به يې وګرځوم. دا به زما کوشش وي، ځکه زه نور څه نه لرم چې د خپلو پښتنو د کنډر کنډر وطن په ابادۍ کې يې ولګوم. دغه خواږه ساعتونه، د ماښام دا جنتي هوا او دا ښکلي شيبې به په ټول ژوند کې زه يادې لرم.))

ياده دې وي چې په تيرو ۱۰ مياشتو کې د اسرار اتل کتاب څلور ځلې خپور شو چې اوس يې پنځم ايډيشن هم چاپېږي.
XS
SM
MD
LG