د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره اړیکي، د پارلیماني کمېټۍ پرېکړه ځنډېدلې


پخوا به د چمن او تورخم له لارې ناټو ځواکونو ته تېل او سامان وړل کېدل. دا د هم هغه وخت یو انځور دی.
پخوا به د چمن او تورخم له لارې ناټو ځواکونو ته تېل او سامان وړل کېدل. دا د هم هغه وخت یو انځور دی.

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د امريکا او ناټو د پوځ مشرانو له پاکستاني سيالانو سره په دې اړه ملاقاتونه وکړل، رويټرز خبري اژانس ليکلي چې پارليماني کمېټه هيڅ پريکړه نه کوي او خبره ورځ تر بلې اوږدوي.

رويټرز د پارليمان د يو غړي له خولې ليکلي چې دوی له يوې هفتې راهيسې ((د بې وقوفانو په شان هسې ناست او د خپلو لومړيتوبونو په اړه هيڅ پريکړه نه شي کولای)) خو د دې کمېټۍ او د پيپلز ګوند سره په ايتلافي حکومت کې شامل متحده قومي مومنټ ګوند يو مشر غړي حيدر عباس رضوي د رسنيو د هغه خبرونو چې ګوندې پارليمان ته د پاکستان پوځ له امريکا سره د اړيکو جوړه کړي پاليسي ورليږدوي، د ردولو ترڅنګ د يوې حتمې پريکړې د ځنډيو په اړه مشال راډيو ته وويل:

((که زموږ پارليماني کميټې ته کومه وار له مخه جوړه شوې پاليسي راغلې وای نو بيا خو به پرې دومره وخت نه لګېده خو د مختلفو ګوندونو او مختلفو خلکو، د مختلفو وړانديزونو د راخیستو په رڼا کې د پالیسۍ د جوړولو کوششونه روان دي. نو دا دومره وړه خبره نه ده. نه يواځې د امريکا بلکې د ناټو له ۴۸ هيوادونو سره د پاکستان اړيکي پر دې پريکړه ولاړ دي. نو دا ډېر سنجيده کار دی او که وخت پر لګي، نو څوک دې نه پريشانه کېږي.))

خو د سياسي چارو کارپوه خادم حسين وايي چې له ۳۰ کالونو راهیسې د پاکستان پوځ د دې هيواد د بهرنیو چارو پاليسي جوړه کړي نو دا پاليسي په څو ورځو کې نه شي بدلېدلای.

د پاکستان پارلېمان
د پاکستان پارلېمان
د خادم حسين په وينا پوځ اوس مجبوره دی ځکه يې پارليمان ته مخه کړې:

((کله چې پر پوځي ایسټبلیشمينټ فشار راشي يا د دوی له خوا جوړې کړي پالیسۍ مخې ته خنډونه پراته وي، نو بيا [پارلیمان] ته مخ ور اړوي او ځينې وخت بيا پر خپلو پالیسیو د [پارليمان] له لارې عوامي او جمهوري تاييد اخلي.))

په افغانستان کې د ناټو پوځونو ته د پاکستان له لارې د سامانونو او تيلو وړل د تير کال د نومبر په مياشت کې د ناټو له خوا د ۲۴ پاکستاني پوځيانو د وژنې په غبرګون کې بنده شوه.

تر پيښې وروسته، سياسي او مذهبي ډلو پر حکومت زور راوړی چې دا لار دې نه پرانیزي.

په داسې حال کې چې حکمران پيپلز ګوند وايي د بهرنیو چارو پاليسي د جوړولو کار يې ځکه پارليمان ته ورسپارلی چې يوه جمهوري اداره ده، خو د همدې کار لپاره له جوړې شوي کميټۍ څخه د جماعت اسلامي د ګوند يو مشر پروفیسر خورشيد احمد استعفا ورکړه.

د دې ګوند يو بل مشر سراج الحق وايي، د دوی ملګري، خورشيد احمد ځکه استعفا ورکړه چې دا پاليسي د امريکا په حق کې جوړېده. ه

غه مشال ريډيو ته وويل که اوس هم پارليمان د ناټو لپاره لار پرانيزي دوی به يې پر ضد مظاهرې وکړی.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، ورځې وړاندې امريکايي ولسمشر له پاکستاني وزيراعظم سره د ملاقات پر مهال د پاکستاني پارليمان د دې کميټې په اړه هيله ښودلي وه چې دوی به د خپلې پريکؤې پر مهال د امريکا امنيتي انديښنې په پام کې ونيسي.
XS
SM
MD
LG