د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د پولیسو وژونکي نیولو هڅې



نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ښرنه - د هغه سړي د نیولو هلې ځلې روانې دې چي ویل کیږي د جمعې په شپه یي په پکتیکا ولایت کي خپل ۹ تنه ملګرې وژلي دي.

د پولیسو د جنوب ختیځ زون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي مشال راډیو ته ویلي، دا پېښه په یحیا خېلو ولسوالي کې شویده.

د افغانستان د پکتيکا ولايت په يحيا خېلو ولسوالۍ کې يوه سيمه يز پوليس په يوه امنيتي پوسته کې خپل نهه نور سرتيري ملګري وژلي او خپله د پوليسو په رنجر ګاډي کې تښتيدلى دى.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان د دغې پېښې د تاييد ترڅنګ زياتوي، چې په دې پېښه کې درو کسانو لاس درلود، چې يو يې تښتيدلى او دوه نور يې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.

بل خوا په همدې پکتيکا ولايت کې د دوه سوه درې تندرقول اردو د دويمې لوا قواماندان، جنرال زمري وايي، چې د تيرو لسو ورځو را هيسي يې د دغه ولايت په زيړوک، نکه، ګيان، برمل، سرروضې ولسواليو کې د سيلاب په نوم چاڼيزعمليات کړي او په لړکې يې ۳۳ وسله وال وژل اوشپږ نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په خبره، چې له دې ډلې يې ۱۵ په ګيانه او ۱۵ نور يې په نکه ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي بريد کې وژل شوي، او درې نور بيا په برمل ولسوالۍ کې د يوه مخامخ بريد پرمهال وژل شوي او درې کسان يې له وسلو او مهماتو سره يو ځاى په سرروضه اودرې نوريې په يحيا خېل ولسوالۍ کې ژوندي نيولي دي.

جنرال زمرى دا هم وايي، چې زياتره وسله وال پولې ته څېرمه وژل شوي او د هغوى مړي له پولې اړول شوي دي. د هغه په خبره، چې د دې عملياتو په لړکې د ملي اردو سرتېرو ته کوم زيان نه دى رسيدلى.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د پوليسو وژنه د خپل يو ملګري کار بولي او د جنرال زمري دا ادعاوې ناسمې بولې، چې ګواکې وسله وال طالبان يې وژلي. مجاهد زياتوي، چې په دې ورستيو کې يې هيڅ کوم ملګرى په پکتيکا ولايت کې نه دى وژل شوى.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د نهو کسانو په وژنه تورن کس اسدالله نومیږې او په وژل شویو کي د هغه یو ورور هم شامل دی.
XS
SM
MD
LG