د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره به مرستې جاري ساتو، برتانیا


د برتانیې د دفاع وزیر په هېلمند کې له والي ګلاب منګل سره هم ولیدل.
د برتانیې د دفاع وزیر په هېلمند کې له والي ګلاب منګل سره هم ولیدل.
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

پراګ - د برتانیا د دفاع وزیر فېلېپ هماند وايي، هیواد به یې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې ساتي.

نوموړي دا خبرې د زیارت پر ورځ (د مارچ ۲۹مه) په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د لیدو په وخت کړې دي.

ده له هېلمند ولایته په را ستنېدو له کرزي سره ولیدل او و یې ویل چې په هېلمند کې امنیتي امنیتي وضع ډېره ښه شوې ده.

هماند وویل، برتانیا له نړیوالو ځواکونو د امنیتي چارو افغان سرتېرو ته د سپارلو ملاتړ کوي.

برتانیا په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ستراتیژکو همکاریو سند لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر له دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، ولسمشر پر خپل وار په تېرو کالونو کې له افغانستان سره د برتانیا د خلکو او حکومت د مرستو مننه وکړه او د دې مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

زیاتره برتانیوي سرتېري په هېلمند کې پراته دي.
XS
SM
MD
LG