د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په کراچۍ کې د پښتنو ګاډي سوزول کېږي'



ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د شپږ میاشتو تر امنیت وروسته یو ځل بیا د نا امنۍ پېښې هغه مهال پیل شوې چې د متحده قامي موومنټ د یوه غړي تر وژل کېدو وروسته قهرجن خلک سړکونو ته را ووتل او په لسګونو د سپرلو ګاډي یې وسوزول.

په ښار کې د یوې ورځې تر امن وروسته، د نوې کراچۍ په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو غړی ووژل شو، او یو ځل بیا د زیارت پر ورځ (د مارچ ۲۹مه) په کراچۍ ښار کې ژوند په ټپه ودرېد.

که څه هم د جمعې پر ورځ (د مارچ ۳۰مه) ژوند عادي حالت ته ستون شویدی خو حاجي تواب یو له هغو کسانو دی چې دوه ګاډي یې د نهې (سه شنبې) پر ورځ سوزول شوي ول.

دی وايي، تر دې پېښې یوه ورځ وروسته ور پسې تللی وو خو پرېنښودل شو چې خپل ګاډی راولي.

((یو ګاډی چې لانډۍ کې دوی سوزاوه نو هغه [ورته] زما ډرېور [نه ورکاوه]. بیا یې هغه ډرېور وهلی دی، [تر] وهلو وروسته یې ګاډی [له هغه] اخیستی او سوزولی یې دی. بیا چې زما ورونه او بچي سوزېدلي ګاډي پسې لاړل نو [پر] هغوی بیا دوی حمله وکړه، ډزې یې هم وکړې. سوزېدلی ګاډی راوستل خو پرېږده، د دوی [له] هغه ځایه راوستل بیا مشکل ول.))

حاجي تواب له ۴۲ کالونو راهیسې په کراچۍ کې اوسي، او د تېرو ۳۰ کالونو راهیسې یې د ټرانسپورټ کار و بار دی.

دی وايي، په کراچۍ کې د ټرانسپورټ کار تر هر بل هغه زیات زیانمن شوی دی.

((د ټرانسپورټ [په] روزګار کې پاتې کېدل اوس زما او زما په شان د ډېرو خلکو مجبوري جوړه شوېده. وجه یې دا ده چې زموږ [په] دې کې ډېر عمر وشو. زموږ د مشرانو هم دا کار وو، زما بچي هم اوس په دې روزګار کې دي. [په] دې کار کې اوس زموږ څه بچت هم نه کېږي، خو بس یوه مجبوري مو جوړه شوې ده. زموږ بچیو ته روزګار نه مېلاوېږي نو دا ګاډي مو اخیستي دي. حق، حلال روزګار دی او بچیو ته مو په کې چې [دهاړۍ] پاتې شي، بس هغه زموږ بچت دی.))

حاجي تواب وايي، د کراچۍ خرابو حالاتو ته په کتو سره یې په بیا بیا فکر وکړ چې د ټرانسپورټ روزګار پرېږدي او بل کار پیل کړي؛ خو اوس ورته د ټرانسپورټ کار پرېښودل اسانه نه دي.

((په خیبر پښتونخوا کې حالات تاسې پخپله وینئ. دلته موږ خپل روزګار ته نه پرېږدي نو متبادل به څه روزګار ځانته وګورو؟ د دوی په سیمو کې موږ نه دوکانداري کولای شو، نه هوټل خلاصولی شو. [سپینه] خبره دا ده چې دوی کله د ګاډي سوزولو پر وخت پښتون ډرېور وویني او هغه سوزېدو ته ګاډی ور نه کړي نو هغه وژني. بیا هم [په] ټرانسپورټ کې د پاتې کېدو وجه دا ده چې موږ په قسطونو ګاډي اخیستي دي، بچي مو هم په روزګار دي او قسطونه هم ورکوو؛ او زموږ د کور ګوزاره هم په روانه وي.))

حاجي تواب وايي، په کراچۍ کې تر ۹۰ فیصده زیات، د ټرانسپورټ کار، د پښتنو دی.

دی زیاتوي، همدا وجه ده چې کله هم د تاو تریخوالي په پېښو کې ګاډي سوزول کېږي او یا هم ډرېوران وژل کېږي نو تر ټولو زیات زیان یې پښتنو ته اوړي.
XS
SM
MD
LG