د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کلیو او ښار د ژوند تر منځ لوی توپیر



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ - په پاکستان کې که ولیدل شي نو د وخت له تېرېدو سره د یوه کلي او ښار په ژوند کې توپیر اوس هم هسې ښکاره دی لکه چې پخوا وو.

د کليوالو سیمو اوسېدونکي اوس هم د ژوند بنیادي اړتیاوو لکه د څښلو پاکې اوبو، برېښنا، تعلیمي او صحي اسانتیاو ته لاس رسی نه لري.

د دې له کبله، له کلو ښار ته د خلکو تګ زیات شوی دی. او بیا یو ښار هم، هومره اسانتیاوې نه لري چې دې خلکو ته روزګار او د ژوند تېرولو سهولیات برابر کړي.

لیکواله، او په لاهور کې د نیشنل کالج اف ارټس پرنسپلې سلیمه هاشمي له مشال راډیو سره د خبرو په وخت وویل، په یوه ټولنه کې منځنۍ طبقه ډېر مهم کردار لوبوي؛ او له بده مرغه په پاکستان کې د توندروۍ، قدرتي یا طبعي آفتونو او د داسې نورو ستونزو له وجې منځنۍ طبقه اوس هسې نه ده پاتې شوې چې د شتمنو او بې وزلو یا غریبانو تر منځ د واټن په کمولو کې رول ولوبوي.

((که د پنجاب، بلوچستان، پښتونخوا او سېند کلیوالو سیمو ژوند ته ولیدل شي، چې ډېرې محرومۍ لري، [په کې] قدرتي ناورینونه راغلل؛ نو دې د خلکو پر عادي ژوند زښت اثرات لرلي دي. او په دې وروستیو کالونو کې د مذهبي توندروۍ زیاتېدو دې ته لار پرېنښوده چې په کلیو کې د پرمختګ کارونه وشي. په کلیو کې سکولونه په بمونو تباه کړل شول، او تر اوسه ندي جوړ کړل شوي. ترهګرو پر خلکو بمي حملې وکړې؛ په لکونه خلک داسې فکر کوي چې دوی د هیواد نورو خلکو او حکومت هېر [کړي دي].))

په کلیو کې به خلکو مخکې مېلې کولې، ښځې به بازارونو ته تللې، په پټیو کې به یې له سړیو سره کارونه کول، اوس د کلیو، د پخوا په څېر، ژوند نه دی پاتې.

لکه له سواته په تېر وخت کې د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوې ښځې وايي، پخوا به یې له چینو اوبه راوړلې او مېلو ته به تللې.

د پاکستان په لویو ښارونو، لکه کراچۍ او لاهور کې یو خوا د فیشن او ژوند تېرولو نوې طریقې ژر را ووځي او ژر یې خلک قبلوي.

هلته بیا په کلیو کې، دا عمل د پخوا پرتله سست شوی دی. د دې یو غټ لامل، د کار پوهانو په خبره، د هیواد په یو شمېر سیمو لکه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بد امني او سختدریځي ده.

سلیمه هاشمي بیا وايي، اوس هم هیله منه ده چې په ټولنه کې یو ښه بدلون روان دی او دوی ولیدل چې د ترهګرۍ په زور په خلکو د خپلې خوښې د ژوند کولو طریقې ولس وروسته نه دی پرېښی.

((په اصل کې، بدلون راوستل یوه پخه اراده هم غواړي. تل به غیر نصابي هلې ځلې هم کېږي، سندرې او ګډا به هم، او ښځې به په تعلیم او لوبو دواړو کې برخه اخلي.))

د سلیمې په خبره ((موږ ولیدل چې سختدریځۍ او ترهګرۍ ښځې وروسته نه دي پرېښې [شا ته کړې یې نه دي]، په پوهنتونونو کې اوس د نجونو شمېر زیات دی؛ او دا هر کال زیاتېږي.))

سلیمه هاشمي وايي، ((ترهګري او سختدریځه فکر هیڅ کس وروسته کړي نه دي. لکه د سوات یوه ماشومه مخې ته راغله، دې خپلو نورو همځولو ته پیغام ورکړ چې دوی به ښوونځیو ته ځي او له سختدریځو به نه ویرېږي.))

په پاکستان کې که یو خوا بد امنۍ او سختدریځۍ د کلیو او ښارونو پر ژوند ژور اثرات لرلي، نو بل پلو د سلیمې هاشمي په خبره، ډېرو خلکو د دې حالاتو مقابله هم کړې ده؛ او دا خلک په ټولنه کې د ښه بدلون لپاره کار هم کوي.
XS
SM
MD
LG