د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب اسلامي د سولې خبرې ځنډولې دي


د طالبانو په څېر، د حزب اسلامي وسله والې ډلې ګڼ شمېر وسله والو هم په وروستیو کې وسله ایښې او د سولې بهیر ته ورګډ شوي
د طالبانو په څېر، د حزب اسلامي وسله والې ډلې ګڼ شمېر وسله والو هم په وروستیو کې وسله ایښې او د سولې بهیر ته ورګډ شوي

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - تر هغې وروسته چې افغان طالبانو روانه مياشت د امريکا او افغانستان له حکومتونو سره پيل کړې خپلې خبرې وځنډولې، راپورونه وايي د دغه هيواد يوې بلې ياغي ډلې حزب اسلامي هم ورته ګام پورته کړ.

اسوشي اېټډ پريس اژانس د حزب اسلامي د اروپا له پاره د استازي قريب الرحمان سعيد له خولې ليکلي چې ويیلي يې دي د دې له پاره چې له امريکا او افغان حکومت سره دوﺉ پيل کړيو خبرو کومې حقيقي او ګټورې نتيجې ور نه کړې، د ده ډله يې د ځنډولو اعلان کوي.

اژانس ليکي حزب اسلامي يو بنسټ پاله ملېشه ځواک دی چې د افغانستان شمال ختيزې سيمې کنټرولوي او له پاکستانه دغلته په مېشتو امريکايی ځواکونو حملې کوي- د دې ډلې د مشر ګلبدين حکمتيار په اړه بيا اژانس وايي چې دی د افغانستان پخوانی وزيراعظم او يوه وخت د امريکا ملګری پاته شوی، چې دا مهال يې واشنګټن د يوه ترهګر تن په توګه پېژني.

حکمتيار په يوه بيان کې چې سعيد ايسوشييټيډ پریس اژانس ته ورکړی، ويیلي له دې کبله چې امريکا او د کابل حکومت دواړه د افغانستان د بحران د حل له پاره عملي او د منلو وړ کومه تګ لاره نه لري، ده ورسره د خبرو د ځنډولو پرېکړه کړې.

د حزب اسلامي وسله والې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي وسله والې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار
د سعيد په خبره چې حزب اسلامي په لومړي ځل د ۲۰۱۰ م کال په فبرورۍ کې له افغان حکومت سره خبرې کړې وې چې ورته يې د سولې له پاره يوه پينځلس ماده ايزه پلان وړاندې کړی وو- نوموړی زياتوي چې د ۲۰۱۱ م کال په دسمبر کې بيا د امريکا په خواست، د حزب اسلامي يو پلاوی کابل ته ولاړ او دغلته يې د امريکايی، ناټو او افغان چارواکو سربېره، له ولسمشر حامد کرزي سره هم وليدل.

د يادې ياغي ډلې د اروپايی څانګې مسوول قريب الحمان سعيد اژانس ته وييلي چې که څه هم له امريکا او افغان حکومت سره رسمي خبرې کول يې ځنډولي، خو زياته کړې يې ده چې په امريکا او اروپا کې به بيا هم د بيلا بېلو چينلونو له لارې ورسره غير رسمي روابط ولري.

راپورونه په عين حال کې وايي له افغانستانه د وتلو د امريکا د ستراتيژۍ يوه برخه که افغان ځواکونو ته په مرحله واره توګه د دوﺉ د هيواد د امنييت ذمه وارۍ حواله کول دي نو بله برخه يې د افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له افغان حکومت سره خبرو ته کېنول دي.

د اسوشي اېټډ پریس اژانس په ليکنه، امريکايي او افغان چارواکي په دې خبره پوه دي چې په افغانستان کې د روغې جوړې د يوه پلان د بريا له پاره د طالبانو د مشر مولا محمد عمر د حمايت تر څنګ د حکمتيار باور او ملاتړ تر لاسه کول هم مهم دي- اژانس وايی حکمتيار د افغانستان په شمالي او ختيزو سيمو کې زرګونه جنګيالي او پېرويان لري- دغه راز وييل شوي چې ياد دواړه ياغي مشران سربېره پر دې چې د يو دښمن يعنې بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګيږي، په خپلو کې يې زښته نالګي ده.

سپينې ماڼۍ بيا په عين حال کې، دريځ خپل کړی چې امريکا د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د روغې جوړې د پروسې ملاتړ کوي او دا چې په دغه بهير کې د طالبانو د شمولييت په اړه يې خپل شرطونه پر ځای پراته دي، او هغه دا چې طالبان بايد وسله وغورځوي، له القاعده سره اړيکې پرې کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني-
XS
SM
MD
LG