د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د شیعه ګانو وژنه، مظاهرې او بلوې


د پاکستان په بلوچستان کې پولیس وايي، نن (د مارچ ۲۹مه) وسله والو په بېلا بېلو پېښو کې د یوه پولیس او د ملګرو ملتونو د دوو کار کوونکو په ګډون اته کسان وژلي دي.

د بلوچستان د کوټې ښار په سپیني روډ په یوه پېښه کې پر موټر سایکل سپارو وسله والو پر یوه ګاډي حمله کړې چې په کې پینځه کسان وژل شوي او درې ژوبل دي.

وژل شوي کسان شیعه مسلمانان ول. د شیعه ګانو د وژنې پړه د تحریک طالبان پاکستان جند الله ډلې پر غاړه اخیستې ده. د مشال راډیو خبریال وايي، شیعه ګانو، د خپلې فرقې د کسانو تر وژنې وروسته د کوټې پر بروري روډ قهرجنې مظاهرې کړې دي. دې خلکو یو شمېر ګاډو ته اور اچولی دی. زموږ خبریال ته پولیسو ویلي، دې مظاهره کوونکو یو پولیس په ډزو ویشتلی دی، او دا چې دا پولیس وژل شوی دی. دا مهال د کوټې ښار تړل شوی دی او بلوې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG