د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو پر کار کوونکو حمله


نن سهار (د مارچ ۲۹مه) د پاکستان د بلوچستان په مستونګ کې د ملګرو ملتونو د خواړو او کرهنیزې ادارې دوه کار کوونکي وژل شوي، او یو ژوبل دی.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، په وژل شویو کې یو د ګاډي ډرېور او بل د دوی د ادارې کار کوونکی دی.

د دې پېښې پړه تر اوسه هیڅ کس یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په بلوچستان کې له مودو راهیسې حالات خراب دي او دلته د تاو تریخوالي بېلا بېلې پېښې کېږي چې په کې تر اوسه ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG