د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام به د عربي ټولنې سر مشریزې پرېکړه لیک و نه مني


د عراق د بهرنيو چارو وزير ويلي په روانه اوونۍ کې په بغداد کې د عرب ليګ په کيدونکې سرمشريزه کې د شام په اړه منظوريدونکي قراداد کې به څه نوې خبر نه وي بلکه دا به د هغو نړيوالو هڅو يو ملاتړ وي چې مقصد يې په شام کي يو کلنۍ بحران پای ته رسول دي.

هوشيار زيباري دا خبره د عرب ليګ د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د ليدو وروسته کړې ده.

خو د شام چارواکي وايې د ولسمشر بشارالاسد حکومت به د عرب ليګ د سرمشريزي هر يو ګام ردوي. د بهرنيو چارو د وزارت وياند جهاد مقديسي د چارشنبې په ورځ ويلي ، په داسي حال کي چې په عرب ليګ کي د شام غړيتوب ځنډول شوی نو ځکه دمشق ځان د سازمان د فيصلو مسئول نه ګڼي.

(( په داسي حال کي چې د عرب ليګ غړيتوب ځنډول شوی ، شام له نورو عربو هيوادونو سره په دوه اړخيزه توګه خپلي اړيکي پالي نو شام به د سرمشريزي هيڅ يو قراداد هم و نه مني.))

په ۲۲ عربو هيوادونو مشتمل عرب ليګ د بشارالاسد د حکومت له لوري د مخاليفينو پر ضد د خونړيو کاروايانو د درولو د هڅو په برخه کي د فشار اچولو لپاره د شام غړيتوب ځنډولۍ وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG