د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې ورځنی ژوند په ټپه درېدلی


ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه ځايي مشر د وژنې پر ضد د دې ګوند د ویر تر اعلان وروسته د ښار په لویه برخه کې ورځینۍ چارې په ټپه ولاړې دي.

د خرابې امنیتي وضعې له وجې د ټرانسپورټرانو اتحادیې لخوا د ګاډو نه چلولو تر فیصلې وروسته نن په ښار کې ټول ټرانسپورټ پر ځای ولاړ دی.

د عوامي نیشنل ګوند د سېند صوبې د اطلاعاتو سېکرټر پیر ریاض ګل مشال راډیو ته وویل، د چارشنبې (د مارچ ۲۸مه) پر ورځ، د دوی پر ځايي مشرانو هغه وخت ډزې وشوې چې دوی په ګاډي کې روان ول.

((دې کې یو تن ساجد حسن زی د پټېل پاړې د مشرقي ضلعې صدر دی هغه سخت زخمي دی او بل تن د ده ملګری او د دغې ضلعې جواینټ سیکرټري دی هغه وژل شوی دی ـ موږ نن [په] ټول ښار کې د پر امن یوم سوګ اعلان کړی دی او د دې پېښې سخت مذمت کوو.))

تر دې پېښې وروسته په کراچۍ کې درې نور کسان وژل شوي، او ۱۲ ټپي دي.

د پارېدلو خلکو له طرفه ګاډو ته هم اور ورته کړل شوی دی.

په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ د غړي تر وژنې وروسته د تاو تریخوالي لړۍ پیل شوې چې په کې تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي، او یو شمېر ټپي دي.
XS
SM
MD
LG