د لاسرسي ځای

تازه خبر

میټس، الن او کیاني له یو بل سره ولیدل


د امریکا د مرکزي کمان مشر جنرال جېمز این میټیس او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي مشر جان ایلن د پاکستاني پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیدلي دي.

دواړو امریکايي پوځي مشرانو له کیاني سره په اسلام اباد کې ولیدل. د قبایلي سیمې مومندو د سلاله پر پوستې تر برید وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان او امریکا لوړ پوړي پوځي مشران له یو بل سره ویني. په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت ویاند مارک سټرو په ملاقات کې د شویو خبرو اترو په اړه مشال راډیو ته وویل: ((په دې ملاقات کې د امنیتي وضعې پر معاملو سر بېره، د سرحدي رابطو پر مضبوطولو خبرې وشوې. جنرال جیمز میټیس د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.)) د سټرو په خبره، جنرال میټیس وویل، امریکا له پاکستان سره خپل دفاعي اړیکي نور پیاوړي کول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG