د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان نه دامریکایانوتروتلووروسته ډرون بریدونه




سرچینه: فارن پالیسي میګزین
ژباړن : مجید بابر

فارن پالیسي مجله په خپله یوه مقاله کې لیکي چی په جنوب مغربي اسيا کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره اوس امريکا له په نوو لارو غور کول پکار دي.


ليکوال( میکا زینکو ) ددې مقالې په پیل کې د ورځپاڼې واشنګټن پوست د یو کالم نګار( مارک تيسن ) د هغه کالم حواله ورکوي چی پکې نوموړي ليکلي وو چی که د اوبامه حکومت د افغانستان نه د خپلو پوځونو واپسي چټکه کړه نو ددې نه پس به پنځه خطرناکې پایلې مخې ته راشي.

په دغو پنځوپایلو کی ړومبۍ دا ده چې بيا به د پاکستان په هغو سيمو کی چرته چې د القاعده ترهګر شتون لري، د بي پایلټه الوتکو بريدونو د ودرولو سربېره،امريکا سره هېڅ بله لاره نه وي،بیا به په بحيره عرب کې د امريکايي جنګي بېړیو نه او د کابل نه دا ډول بريدونه کول به ګران کار وي. ځکه چی دا ځايونه د پاکستان د قبايلي سيمو نه ډیر لرې دي، او د دا ډول بريدونو د جاري ساتلو لپاره امريکا له به د پښتنو په سيمو کی د پوځي موجوديت لپاره د اډو ضرورت وي.


مقاله ليکونکی زينکو د کالم نګار تيسن په حواله زياتوي چي ایا د ۲۰۱۴ کال نه پس کله چی امريکايي پوځونه د افغانستان نه ووځي نو بيا به په دغه هېواد کې د امريکا پوځ دومره رول ولري چی د بي پايلټه الوتکو بريدونه جاري وساتي؟ ليکوال ددي پوښتنی ځواب خپله ورکوي او وايي چي د ۲۰۱۴م کال نه پس به د هرې فيصلې اختيار د خودمختاره افغانستان په لاس کې وي ، او هغه امريکايي چارواکي چې دا فکر کوي چی ديو داسې خودمختاره هيواد مشر حامد کرزی به امريکا ته د شپې د چاپو او د بي پايلټه الوتکو د بريدونو جاري ساتلو لپاره د خپلي زمکې د استعمال اجازت ورکړي او هيڅ تپوس به ترې ونه کړي، نو هغوی په غلطه دي.

مقاله ليکونکی مخکې دعراق دمثال په ورکولو سره لیکي چې په دغه هيواد کې امريکا تر څو کلونو پاتې شوه او چې کله ستنېده نو د اوباما اداري چارواکو د عراقي حکومت سره په دغه هېواد کې په لږه شمېره کې د پوځيانو د پاتې کېدو، د بي پايلټه الوتکو په زريعه د استخباراتود راغونډلو او د هغو شيعه وسله والو چی ايران يې ملاتړ کوي او ددې نه پرته د سني وسله والو پر ضد د عملياتو تر سره کولو لپاره د پوځي دستو ساتلو په اړه ډیرې خبرې اترې کړې وې، خو نتيجه يې دا راووته چې د عراق حکومت انکار وکړو او صرف ۵۰۰ امريکايي پوځیانو ته يې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازت ورکړو.

ليکوال وايي چی هم دغه صورت حال په افغانستان کی دی، د ناټو او امريکايي ځواکونو لخوا د وسله والو طالبانو پر ضد د شپې د چاپو په اړه د کرزي د حکومت او امريکا ترمینځه د خبرو اترو دا نتيجه رامنځ ته شوه چې اوس به دا ډول عمليات افغان پوځ کوي او ددې لپاره به د يو افغان قاضي نه اجازه اخېستل هم ضروري وي.

ليکوال وايي دا په دغه هېواد کې د امريکا لخوا یو ډېر لوی رعايت دی. د عملياتو نه مخکې د يو افغان قاضی نه په اجازې غو ښتلو په دغه هيواد کې امريکايي پوځي کمانډران ډیر تحفظات لري.
ځکه چې په ۲۰۰۸ کال کې چې کله په شمالي وزير ستان کې د حقاني شبکې پر ضد د بې پايلټه الوتکو کولو نه مخکې امريکا د پاکستان استخباراتي ادارې ايي ايس ایي ته وويل نو بيا امريکا داسې ټيليفوني خبرې اترې ريکار ډ کړې چې پکې ددغې شبکې وسله والو ته دنوموړې استخباراتي ادارې له خوا دا خبر داری ورکړل شوی وو چې په دوی امريکا عمليات کول غواړي ، او بيا دغو وسله والو ځانونه خوندي کړل.
XS
SM
MD
LG