د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ښځې په لاسي ګڼدلو خپل کورونه ساتي


Afghanistan-Cloths made by Afghan poor woman in Jalalabad.
Afghanistan-Cloths made by Afghan poor woman in Jalalabad.
بازمحمد عابد / جلال اباد
جلال اباد: په ننګرهار کې ځينې کورنۍ او بهرنۍ ټولنې شته چې د بې ځايه شويو کډوالو په کيمپونو کې يې ګڼ شمير بې سرپرسته ښځي په کور دننه په کارونو ګومارلي چې له امله يې کورنۍ اقتصادي ستونزې په کور دننه هواريږي.

په دې ټولنو کې يوه هم د ښځو د لاسي صنايعو ټولنه ده چې بې وزلې ښځي يې د لاسي ګنډلو په بيلا بيلو برخو کې په کار ګومارلي دي. په جلال اباد کې د مشال ريډيو خبريال بازمحمد عابد د دغې ټولنې له مشرې جميلې اخونزاده سره يو مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې څومره ښځو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده؟

ځواب: موږ سره د جلال اباد ښار په شمول د شيخ مصري، سرشاهي او ثمرخېلو د بې ځايه شويو کډوالو کېمپونو کې ٥٤٥ تنه هغه بې وزله ښځې چې کونډې، دي،یا هغه جینکۍ چې يتيمانې دي او له ښوونځيو څخه پاتې شوي، په کورونو کې دلاسي ګنډلو په کار لګيا دي. او موږ د هغوى کار ته بازار پيدا کوو. نندارتونونو کې يې وړاندې کوو، د بهرنيو ځواکونو په اډو کې مو هم دوکانونه ورته نيولي او په خپل دفتر کې هم شوروم ( نندارتون) لرو.

پوښتنه: دا ښځي څه څه شيان جوړوي که لږې نامې یې راته واخلئ؟
ځواب: دغه مېرمنې څادرونه، کميسونه، د بالښتونو پوښونه، د چاينکو پوښونه، غاړکۍ او د لباس بيلابيل قسمونه جوړوي.

پوښتنه: تاسو بيا دې ښځو ته تنخوا ټاکلې او که اجوره يې ورکوئ؟
ځواب: هغوى زموږ له ټولنې سره راجستر دي، په هره مياشت کې موږ ته لس افغانۍ حق العضويت راکوي. بيا هغوى موږ ته خپل کارونه راوړي، که کار يې د دې وړ و چې بازار ته دې وړاندې شي، موږ يې ورته خرڅوو او که کار يې ستونزې لرلې، نو هغوى ته موږ شپږ مياشتې ټريننګ ورکوو، هغوى په دې دومره موده کې په دې توانيږي چې په اساسي توګه لاسي ګنډل زده کړي او چې هر څوک ښه کار وکړي، محصولات يې په لوړه بيه قبلوو.

پوښتنه: کومې ښځې چې تاسو سره په ټولنه کې کار کوي، هغوى دومره پيسې لاس ته راوړي چې خپل روزمره ژوند پرې تير کړي؟
ځواب: هو، ولې نه، موږ سره زياتره خويندې داسې دي چې کونډې دي،یا هغه جینکۍ دې چې يتيمانې دي او بې سرپرسته دي، هغوى ټولې د همدې لاسي ګنډلو له برکته خپلې کورنۍ ساتي.
پوښتنه: تاسو د ښځو له کاره رضايت لرئ؟
ځواب: هو، د ښخو له کارونو موږ ډير راضي يو. اوس هم موږ سره معتادې ښځې کار کوي چې٢٠ښځې يې د سرشاهي کمپ کې دي او٦٠ يې په په جلال اباد ښار کې دي. موږ هغوۍ ته ٨ مياشتې ټريننګ ورکړو او اوس چې دا غاړې تاسو وينئ دا همغو معتادو ښځو جوړې کړې دي.

پوښتنه: دا ښځې په څه شي معتادې وې؟
ځواب: چا پوډر څکول، چا چرس څکول او چا افين او د نشې ګولۍ اچولې. هغوى موږ کار ته تشويق کړې چې اوس خپلې کورنۍ هم ساتي او د نشې له لعنت نه هم په کې خلاصې شوي دي.
XS
SM
MD
LG