د لاسرسي ځای

افغانستان کې دطالبانو سره دسولې لارې محدودې دي


سرچینه: ایشیا ټایمز وېبپاڼه
ژباړن : بشیر ګواښ

د ایشيا ټايمز ویب پاڼې په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو سره خبرې په داسې مهال روانې دي چې د افغان او بهرنيوو ځواکونو ترمنځ اړيکې ښې نه ښکاري، ځکه چې دا اونۍ د افغان پوځيانو له خوا يو امريکايي او دوه برطانوي پوځيان ووژل شول.


د يادونې وړ ده چې امريکا لا وار دمخه ويلي چې تر ۲۰۱۴ کاله پورې به خپل زيات عملياتي پوځيان له افغانستان څخه وباسي او د امنيت چارې به افغانانو ته سپاري. د ليکوال په وينا دا کار د طالبانو سره د سولې د بهير په تيزولو کې مرسته کوي.

په مقاله کې لیکل شوي چې په افغانستان کې طالبان داسې جنګيالي دي چې غواړي له ولسواليوو څخه په درغليوو ککړ حکومتي چارواکي او بهرني پوځيان وباسي. د ليکوال په وينا اوس دا دواړه مخ په ختميدو دي او دا چې امريکايي پوځيان له ځينو ولسواليو څخه په وتو دي نوطالب جنګيالي به په خپلو ليکو کې د پاتې کيدو پر ځای خپلو کورونو ته تګ غوره ګڼي.

د ليکوال په وينا د افغانستان شمالي برخې د طالبانو په مخ کې لوی خنډونه دي او نه هم په نورو ځايونو کې خلک د طالبانو حکومت ته ليواله دي. يوه بله خبره چې د طالبانو په مخ کې د ستونزې په توګه پرته ده، هغه د سيمې د هيوادونو ګټې دي چې د طالبانو ملاتړ ته يې نه پريږدي.

په مقاله کې راغلي چې د افغانستان په ګاونډيانو کې يوازې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي ځکه چې د هند خلاف او د مرکزي ایشيا د اقتصادي ګټو په خاطر يې ښه ملګری ګڼي. ليکوال وايي چې د پاکستان له خوا د طالبانو ملاتړ ډېر قوي دی خو پخپله پاکستان يو باثباته هيواد، نه دی.

په مقاله کې راغلي چې سعودي عرب او چين هم کېدای شي په خاموشه توګه د طالبانو ملاتړ کوي، خو د ليکوال په وينا طالبان په افغانستان کې د چين د اقتصادي ګټو لپاره ښه نه دي. په سيمه کې د مرکزي ايشيا هيوادونه، هند، روس او ايران هم د طالبانو د دريځ ملاتړ نه کوي. روس او د مرکزي ایشيا هيوادونه طالبان دغو هيوادونو ته د ګواښ پيښوونکو اسلامي ياغيانو ملګري ګڼي. ايران که څه هم دوه مخې پاليسي لري خو د اوږده مهال ګټې يې د طالبانو په ملاتړ کې نه بلکې مخالفت کې نغښتي نو د ليکوال په وينا دا هر څه د دې خبرې څرګندونه کوي چې طالبان په سيمه کې ملاتړ نه لري او لارې يې محدودې دي.
XS
SM
MD
LG