د لاسرسي ځای

د امريکا ولسمشر بارک اوباما، د پاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني سره د سول ګډې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم ومنله چې د امريکا او پاکستان اړيکې په دا وروستيو کې د کړکيچ ښکار پاتې شوي، خو په عين وخت کې يې د دواړو هيوادونو د اړيکو بيرته د پر ځای کولو په ارزښت هم ټينګار وکړ.


نوموړي دا څرګندونې د جنوبي کوريا په پلازمينه سيول کې د اټومي امنيت پر موضوع جوړې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په څنډه کې د پاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني سره تر شخصي ليدنې مخکې وکړې.
دسیاسي چارو کارپوهان دې موضوع ته څنګه ګوري،ددې اونۍ دمشال تر رڼا لاندې بحث هم دې موضوع ته ځانګړی شوی، دخپرونې کوربه عبدالحۍ کاکړ دی.


XS
SM
MD
LG